د افغان ټلیکام د رهبري هیات په غونډه کـې نیول شوي تصمیمونه

naweed_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۹ - ۱۷:۷
جلسه هیئت رهبری افغان تلیکام

د افغان ټلیکام شرکت تصمیم نیوونکي رهبري هیُت د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د بهبود لپاره ناسته تر سره شوه. نن ورځ یکشنبې د چنګاښ میاشتې په ۲۹ مه نیټه د مخابراتو، معلوماتي تکنالوژۍ او ساینس سرپرست او نامزد وزیر ښاغلي محمدفهیم هاشمي تر مشرۍ لاندې غونډه وشوه. په نوموړي غونډه کې د مختلفو د افغان ټلیکام مسوُلینو برخه اخیستي وه. په دې ناسته کې د کاري ګزارشونو اجرااُتو او ارزیابۍ وړاندې کولو وروسته لاندې مسایل او تصمیمونه د بحث لاندې ونیول شول:

د انټرنیټ بیې عمده او پرچون ارزانه ول: په ناسته کې په دې ټینګار وشو، چې څرنګه کولای شو، چې انټرنیټ عمده او پرچون په مناسبه بیه او په ارزان ډول وړاندې کړو. په دې اړه د سلام مخابراتي شرکت مسوُلینو ته د ښاغلي هاشمي لخوا لارښوونه وشوه، چې په دې برخه کې دې لازمې لاسته راوړنې او طرحه جوړه کړي. همدا رنګه په دې ناسته کې کورونو ته د انټرنیټ په توزیع کولو باندې هم خبرې وشوې.

د نوري فایبر د لیږد په لار کې امنیت: څرنګه چې په دې وروستیو کې د نوري فایبر د لیږد چارې تر سره کیږي په ځینو سیمو کې یې مزي پرې کیږي، چې په دې سره خلکو او شرکت ته تاوان ور اوړي، تصمیم ونیول شو، چې په دې برخه کې به اړوند امنیتي ارګانونه لازمه همکاري او اقدام وکړي.

په نوي بڼه د سیستمونوجوړونه: په نوي بڼه د سیستمونو په جوړونه د مخابراتو، معلوماتي تکنالوژۍ او ساینس رهبرۍ ټینګار درلوده. په دې ناسته کې د سلام مخابراتي شرکت مسوُلینو لخوا وعده وشوه چې په هغو اړمنو سیمو کې به د ۳۰ په شاوخوا کې نوي سایټونه ایجاد او بیرته فعال کړي. هغه شرکتونه چې د قانون نه سرغړونه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته