د افغانستان د ملي ډومین د ثبت اهمیت

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۴:۴۸
دومین افغانستان

۱-  ملي او محلي هویت:

د دات ای اف د ډومین درلودل د افغانستان د ملي هویت استازیتوب کوي او ستاسو ویب پاڼې سره مرسته کوي چې د افغانستان د ننه او بهر د ملي سوداګرۍ یا ادارې په توګه وپیژندل شي.

۲-  امنیت او څارنه:

د .af ډومین ثبتول د AfgNic عمومي مدیریت او د هغې د داخلي او بهرنیو استازو لخوا ترسره کیږي، او د AfgNic مدیریت ټول .af ډومینونه له نږدې څاري، چې دغه څارنه امنیتي خطرونه کموي.

۳-  د افغانستان د ملي ډومینونو د قواعدو او پالیسۍ مراعتول:

د   .af  ډومین کارول په دې معنی دی چې  تاسو د افغانستان د ډومین خدماتو د حمایت څخه برخمن کیږئ،  او د هر ډول حقوقي او قانوني ستونزو په مخنیوي کې به د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان د احکامو او مقرراتو په پام کې نیولو سره ستاسې د سوداګرۍ ملاتړ کوي.

د ۲۰ یا ۲۵ ډالرو کلني فیس په ورکولو سره د خپل شرکت په نوم ډومین او رسمي بریښنالیکونه جوړ کړئ او د ملي او نړیوال اعتبار څخه برخمن شئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته