د افغانستان د طبی شورا له رئيسې آغلې نسرین اوریاخیل سره لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۱ - ۱۵:۳۹
ديدار با محترمه نسرین اورياخیل رئیس شورا طبی افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان طبی شورا رئيسې له آغلې نسرین اوریاخیل سره د لیدنې تر څنگ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت تخنیکي همکاریو، د الکترونیکي سیستمونو جوړولو، د الکترونیکي حکمتوالی د برنامې تطبیق او دغه شورا دفتر ته د ویب سایت جوړولو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان طبی شورا په هیواد کې د روغتيايي خدماتو د ارزیابۍ او نظارت لپاره جوړه شوې چې په پورته مواردو کې د همکاریو غوښتونه کوي او مخابراتو وزارت په ټولو اړوند برنامو کې له دغه ادارې سره مرسته کوي.

محترم شهزاد آريوبي د آسان خدمت ادارې او سایبر سکیورتي تخنيکي ټيمونو ته دنده وسپارله چې د دغه ادارې سیستمونه برسي او مطالعه کړي، ترڅو ددغه اسانتياو تر څنګ هېوادوالو او په ځانګړې توګه ډاکټرانو ته ASANJOB په شان د معلوماتي ټکنالوجۍ د نورو اسانتياو زمينه برابره شي. 
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته