د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند د پوهاوۍ روزنیز ورکشاپ ترسره شو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۵:۵۶
تدویر ورکشاپ آموزشی

دا برنامه د دولت د کابینې د ۲۸ مې ګڼې مصوبې هدایت پراساس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست لخوا ولایتونو کې د مخابراتو رئسانو لپاره په آنلاین ډول جوړه شوه.

یاده مصوبه ټولو وزارتونو ته لارښوونه کوي چې "د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند" چې پکښې درې برخې: سوله، د دولت جوړونه او د بازار جوړونه شاملې دي خپلو ټولو دویمو واحدونو لپاره تدریس کړي.

د پروګرام په پای کې د مخابراتو ولایتي رئیسانو د اړینو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته، د سند په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړې، چې د وړتیا لوړولو رییس لخوا ځواب او توضیحات ورکړل شول.

تدویر ورکشاپ آموزشی

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته