د افغانستان اسلامي امارت د استازو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د چارواکو او رئیسانو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۶/۱ - ۱۴:۳۲
جلسه هماهنگی

یاده ناسته نن سهار (دوشنبه ، وږي میاشتې 1) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د خدماتو او فعالیتونو د دوام په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور لپاره د اسلامي امارت د موسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون مسئول ملا محمد یونس اخندزاده او ورسره مل پلاوي او د وزارت د پالیسۍ او پروګرام مرستیال احمد مسعود لطیف رای، د اداري او خدمتونو رییس بریالي صافی، د پلان او پالیسۍ، بشري سرچینو او د وزارت د تخنیکي برخو رییسانو په ګډون تر سره شوه.

کمیته

ناسته د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت او د غونډې د غړو په معرفي کولو سره پیل شوه.

ورپسې، د یاد کمسیون عمومي اداري مسئول مفتي سید احمد مستقیم، احمد مسعود لطیف رای، بریالي صافی او ملا محمد یونس اخندزاده د وزارت د فعالیتونو د دوام، د مخابراتي سکتور پر اهمیت او ددې سکتور د ودې او پراختیا لپاره په راتلونکو پلانونو په تفصیل سره خبرې وکړې او په لا زیاتو هڅو او همکارۍ ټینګار وشو.

همداراز پدې ناسته کې د اسلامي امارت استازو په خپلو دندو کې د کارمندانو منظم شتون، د ولایتي او د سکتوري څانګو د فعالیتونو د همغږي او یووالي او یو شمیر نورو مهمو مسئلو په اړه يې خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې خلکو ته د اړینو خدمتونو په وړاندې کولو کې په شفافیت کار وکړي.

غونډه د یاد کمیسیون د مرستیال مولوي عبدالرحمن حلیم په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته