د اطلاع رسونې په برخه کې د وزرت کړنې

naweed_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۴:۵۷
MCIT رسانه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رسنیو آمریت ، د دې وزارت د فعالیتونو، لاسته راوړنو ، په وزارت کې د ترسره شوي اهدافو ، او ټولو فعالیتونو په اړه د ویب پا ڼې ، فیسبوک ، ټویټر ، انسټاګرام ، ویدیویي، آدیو، چاپي میډیا او مطبوعاتي کنفرانسونو له لارې هیوادوالو خبرتیا لپاره فعالیتونه ترسره کړي او د ۱۳۹۹ مالي کال په جریان کې ، لاندې لاسته راوړنې لري.

_د شاوخوا ۶۰۰ خبري مطالبو ، راپورونو ، مطبوعاتي اعلامیو ، خبري او معلوماتي انځورونو او ویډیوګانو چمتو کول او خپرول.

_معلوماتو ته د آنلاین لاسرسي سیسټم له لارې ۱۲ موارده معلومات ورکړل شوي دي .

_معلوماتو ته د لاسرسي فورمې غوښتونکو ته په حضوري ډول ویشل شوې دي او د دوی شکایتونو ته رسیده ګي شوېده.

_اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون ۴۴ شاخصونه ۱۰۰٪ پلي شوي دي.

_کاري پلانونه او پروګرامونه ، لاسته راوړنې او د پراختیايي پروژو د کار پرمختګ په ربعوار ډول د مرکز او ولایتونو په تفکیک سره د وزارت په ویب پا ڼه کې خپاره شوي دي.

_ځانګړې مرکې او غونډې چې په بیلابیلو برخو کې تر سره شوې دې د وزارت ویب پا ڼې او نورو مجازی وسیلو له لارې خپاره شوي دي.

_د ملي پورټال پراختیا سروې تر سره شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته