د ا.ا.ا اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د هېواد ۱۳ وزارتونو ته، د اسنادو او مکتوبونو ډیجیتل مدیریتي سیستم په آزمایښتي ډول تشرېح شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۱۱
وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له لوري د وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په مشرۍ د چارو د چټکتیا او پر وخت د اداري کارونو ترسره کولو په موخه د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې ۱۳ وزارتونو د معلوماتي ټکنالوجۍ (IT)  ریاستونو مسؤلینو ته د اسنادو او مکتوبونو ډیجیټلي مدیریتي سیسټم چې د وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له لوري جوړ شوی، تشریح او په آزمایښتي بڼه وړاندې شو.

معینیت مالی و اداری

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري یاد سیسټم د هېواد په کچه په دولتي ادارو کې د چارو د چټکتیا او د وخت سپما لپاره اړین ګام یاد کړ او یادونه یې وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد په کچه د ډیجیټلي حکومتولۍ د تطبیق په برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو ګټه اخلي څو یاده برخه په دقیق ډول د هېواد په کچه تطبیق شي.

همداراز د مقام د دفتر رییس ښاغلي مولوي محمد ایوب ثابت هم اوسني عصر کې د ټکنالوجۍ پر اهمیت رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ چې د ډیجیټلي سیسټمونو څخه په استفادې به شفافیت ډېر او پرمختګ چټک شي.

رئیس دفتر وزارت مخابرات

ورته مهال د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي رییس ښاغلي استاد پوهنیار عبدالرحمن صافي ګډون کوونکو ته سیسټم تشرېح او یادونه یې وکړه چې یاد سیسټم یې په دولتي اداراتو کې د مکتوبونو او رسمي اسنادونو د ځنډ د مخنیوي او همدا راز په هر وخت کې اسنادو او مکتوبونو ته د لاسرسي په موخه د وزارت د تخنیکي کادرونو له لوري چمتو شوی چې په تطبیق سره به یې د مکتوبونو او رسمي اسنادونو طی مراحل چټک او چارې به پر وخت ترسره شي.

عبدالرحمن صافی رئیس عمومی حکومتداری دیجیتلی وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی افغانستان

د ښاغلي صافي په وینا د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست اوس مهال له ډېری امارتي اداراو سره د سیسټمونو په جوړولو بوخت دی او تر دې وړاندې یې هم ګڼ هغه سیسټمونه چې اړتیا یې ډېره وه په لږ لګښت او کورني ظرفیت جوړ کړي چې اوس ترې په ګڼو ادراتو کې ګټه اخیستل کېږي.

د یادونې وړ ده د سیسټم د لا ښه والي په موخه دغې ناسته کې د ګڼو وزارتونو د معلوماتي ټکنالوجۍ (IT) تخنیکي ریاستونو نظرونه واخیستل شول او د دوی له لوري یې د تطبیق ملاتړ وشو، د ګډونوالو په وینا د یاد سیسټم په تطبیق سره به د اداري کارونو د چټکتیا او شفافیت یوې نوې مرحلې ته داخل شو او د اسنادو او مکتوبونو د مدیریت دا برېښنايي سیسټم به د دولتي ادارو ترمنځ همغږي لا پیاوړې او اداري بهیرونه به معیاري او منظم کړي.

پاسخ سوالات

پاسخ به سوالات

پاسخ به سوالات حاضرین

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دغه سیمینار د وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیا لوړونې آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ۲۵ تنو کارکوونکو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۱۹
Background image

په لوګر کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت نوی آنټن فعال شو

د دغه آنټن په فعالېدو سره به د التمور سیمې او یو شمېر شاوخوا کلیو اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۶
Background image

د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د روشن مخابراتي شرکت له لوري د یوسف‌ خېلو ولسوالۍ په میست او برت ‌خېل سیمو کې...

بېرته خبرونه ته