د آذربايجان د کرنې وزیر سره د لوړ پوړي افغان پلاوي لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۲ - ۱۴:۵
ملاقات هیئت عالی رتبه افغانی با وزیر زراعت آذربایجان

د ماليې وزارت سرپرست او د زیربناو په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همايون قيومي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آريوبي د آذربايجان د کرنې وزیر محترم انعام کریموف سره ولیدل
افغان پلاوي په دې لیدنه کې د کرنې، کرنیزو محصولاتو صادراتو او وارداتو، د e-agriculture سټراټيژۍ پراختيا او د امکان په صورت کې په افغانستان کې پر عملي کېدو بحث او خبرې وکړې.

د آذربايجان د کرنې وزیر چې پخوا يې د دغه هېواد د آسان خدمت د رئیس په توګه دنده تر سره کړې او د افغانستان دولت سره يې په ځانګړې توګه د عامه خدماتو د پروسو د ساده کولو په برخه کې ډېرې مرستې کړي، ډاډ را کړ چې د الکټرونيکي کرنې (د کرنيزو چارو لپاره د الکټرونيکي وسایلو څخه ګټه اخیستنه) په برخه کې به يې هم همکارۍ اغېزمنې وي
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته