دمخابرتو اومعلوماتی تکنالوجۍ وزارت لخوا د ډیوې ‍پروګرام ‍پرانستل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د ډیوې پروګرام چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجی وزارت په ابتکار په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجی د استعمال له لارې د نوښت کلتور ته وده ورکوي دي نن دوشنبه د ۱۳۹۲ کال دغبرګولي په ۶ مه نيټه د یو مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کې،  د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزیرښاغلي انجینیر امیرزی سنګین لخوا پرانستل شو.

دمخابراتو وزیر ښاغلي امیرزی سنګین په دغه کنفرانس کي دخوشحالی په څرګندولوسره وویل : نن خوشحاله یم چي یو نوي ګام دمعلوماتی ټکنالوجۍ په برخه کې اخلو او دا نوی پروګرام چي د ډیوې په نوم یادیږي اعلانوو. هغه زیاته کړه چي دغه پروګرام دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت نوښت دۍ او موخه يي په هیواد کې دمخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ او موبایل ټکنالوجۍ د استعمال له لارې دنوښت کلتور ته وده ورکول دي.

دمخابراتو وزیروویل: په هراندازه چې له ټیلفون او معلوماتي ټکنالوجۍ څخه استفاده وشي په هماغه کچه کارونه په چټکۍ سره پرمخ ځي او دفساد زمینه هم محدوده کیږۍ، له دی امله مونږ دغه پروګرام له نن څخه پیلواو دنورو وزارتونو او اداراتو په همکاری سره غواړو چې موجوده ستونزی ترڅیړنی لاندي ونیسو او دغو ستونزو ته الکترونیکی حل لاري  پیدا کړو. په همدې موخه دالکترونیکي حل لارو په اړه  د سیالی دغه پروسه مو په لاره اچولي چې له مخې به يي ټول افغانان وکولای شي په دې پروګرام کې ګډون وکړي او دخپلو ادارو ستونزو د حل لپاره  تیلفوني او ټکنالوجیکې وړاندیز وکړي چې دا نوښتګر او ابتکاری پیشنهادونه به  له بررسی او طی مراحل څخه وروسته دجایزي خاوند شي.  

د ښاغلي وزیر په وینا  دسیالی ګټونکو ته به له ۲۰۰۰ امریکایي ډالرو څخه نیولي بیا تر ۸۰۰۰۰ امریکایي ډالرو پورې مالي انعامونه ورکړل شي په دي کار سره به نوښتګر فکرونه وهڅوي او دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او مبایل ټاکنالوجۍ په څانګو کې  به نوښتګري حل لاري پیدا کړي چې په خپله د افغانانو لخوا وړاندې شوي. دا حل لارې او ایډیاوي په اړوند دولتي ادارو کې تطبیق شي.

   دغه برنامه دوه کاله دوام مومی او ټولو افغانانوته دا مجال شته چې په کې ګډون وکړي او په دغه موده کې به تر ۲۰۰ جایزي  ګټونکو ته وویشل شي. همداشان امیرزی سنګین زیاته کړه چې تراوسه پورۍ ۹ ستونزي په بیلابیلو اداراتو کې مشخص شوي دي  او ددی پروګرام په ویب سایت کې خپري دي  ټول هیوادوال کولای شي  چې یاد ویب سایت ته مراجعه وکړي او دخپل الکترونیکي حل لاري له موږ سره  شریکي کړي.

د نوښتګرو د هڅوني په موخه څلورکتګورۍ انعامونه په نظرکې نیول شويدي: دموبایل دولتدارۍ، موبایل ټکنالوجۍ، ځوانان تکنالوجیستان او نوښتو نه ( زده کونکي)، او دمخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ داتلولی انعامونه دي.

دیاده ولو وړ ده  دا پروګرام د نړیوال بانک لخوا تمویلیږي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغانستان د معلوماتو د تنظیم اداري (AIMS) سره  ددي پروګرام د تطبیق او مدیریت تړون لاسلیک کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته