دمخابراتواومعلوماتې ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي کارمندانو ته د سایبری امنیت په برخه کی دوه ورځینی ورکشاپ ترسره شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۰:۱۰
تهدیدات سایبری

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د زیربناوو عمومی ریاست اړوند د سایبری امنیت ریاست په هماهنګی  د روان کال د جواز په ۲۳ ویشتمه او ۲۴ ویشتمه نیټه  د همدې وزارت په ښونیز تالار کی د Mastering Cyber Security: Risk Mitigation, Tools, Devices, AI Trends, SDN Solutions, and Capacity Building for Experts  تر عنوان لاندې د یو بهرني سایبري امنیت متخصص ښاغلي ډاکتر هشام علي لخوا د مخابراتو او معلواتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي برخې کارمندانو ته دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

معلوماتي ټکنالوجي د خپل چټک پرمختګ تر څنګ ګټې او زیانونه هم لري، که له یوه لوري د ټکنالوجۍ پر مټ نړۍ سره نیږدې شوې، فاصلې ختمې شوي، فکر، نظر، رسمي برېښنا لیکونه، اړیکې د یوه کلېک په اندازې فاصلې ته محدودې شوي خو له بل لوري دغې فضا کې د معلوماتو خوندي ساتل، روغتیايي برخو کې د ستونزو ایجادول او د چاپیریال اغېزمنېدل هم اندېښنې منځ ته راوړلای شي چې د پوهاوي لپاره یې داسې یوې برخې ته اړتیا لیدل کېږي چې د دغې برخې ماهرين وي. تر څو د سایبري خطرونو او ګواښونو سره په ښه توګه مبارزه وشی.

تهدیدات سایبری

په همدی موخه په یاد ورکشاپ کی د وزارت د سلو څخه زیاتو تخنیکی کارمندانو ګډون کړی وو، د سایبري ګواښونو او هغه نوي میتودونه او ترمینالوجیانی چی د سایبري امنیت په ډګر کی رامنځ ته شوي ګډونوالوته یي په اړه معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته