دایکنډي ولایت اشترلۍ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۵۵
ولایت دایکندی

دایکنډي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت اشترلۍ ولسوالۍ سفید سنګ سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ د جوړولو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۸:۸
Background image

د کوډنګ او هکتون سیالیو پروګرام کې د ګډون اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د روان کال د زمري میاشتې له څلورمې تر اتمې نېټې د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخو کې...

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۶:۲۲
Background image

خوست ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت د ۵ مخابراتي سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو د پوښښ تر څنګ د کیفیت د ښه والي په موخه...

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۶:۹
Background image

د لوگر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دهیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه...

بېرته خبرونه ته