جمهوررئیس غني د برېښنایي حکومتولۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د متحده عربي اماراتو د G42 شرکت مسوولینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د افغانستان حکومت د دیجیټلي کولو لپاره د پالیسیو او شېوو پر پياوړتیا، د دغه بهیر د عملي کېدو لپاره د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ زېربناوو د ارزونې او بستر جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
جمهوررئیس غني د برېښنایي حکومتولۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ وې ویل: زموږ لیدلوری دا دی چې د ۲۱ پېړۍ د اړتیاو مطابق د دیجیټلي کولو پر ستراتېژۍ کار وکړو.
د هیواد جمهوررئیس په اقتصادي، تعلیمي، روغتیا او نورو برخو کې د دیجیټلي سیستم پر استفادې ټینګار وکړ وې ویل، موږ باید هڅه وکړو چې په اوسني وخت کې د ټکنالوژۍ له پرمختګونو وروسته پاتې نه شو.
جمهوررئیس غني وویل، موږ یوې لار نقشې ته اړتیا لرو چې وتوانېږو په راتلونکو څلورو کلونو کې د سیستمونو د دیجیټلي کولو له لارې دولت او مارکیټ جوړول او د سولې اعمار چټک کړو.