بغلان ولایت کې د پوستي خدمتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۵:۴۹
ولایت بغلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې سره سم، په بغلان ولایت کې د پوستي خدمتونو مارکیټ (کارګو شرکتونو او سیاحتي شرکتونو) فعالیتونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پستي خدمتون تنظیم ادارې  (APRA) لخوا د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست سره همغږي څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې او څېړنې په ترڅ کې له ۶ هغو شرکتونو څخه چې له پوستي جواز پرته یې خدمتونه وړاندې کول، لیکلي ژمنه ترلاسه شوه چې له جواز پرته به د فعالیت له تکرار څخه ډډه کوي. همداراز ټولو پستي خدمتونو شرکتونو ته لارښوونه وشوه چې خپل ټول فعالیتونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آپرا ادارې د طرزالعمل، د اړوند شرکت د اصولو او اساسنامې سره سم ترسره کړي او له اجازې پرته په غیر قانوني ډول د خدمتونو له وړاندې کولو څخه ځان وساتي،  د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.

دغه راز د دې څارنې په ترڅ کې د پوستي خدمتونو د تنظیم ادارې ( اوپرا ) د پلاوي لخوا یو پریزنټیشن وړاندې شو چې د یادو شرکتونو استازو او د بغلان ولایت د مخابراتو ریاست کارکوونکو ته د پستي شرکتونو او کارګو د کاري مسیر په اړه معلومات ورکړل شول.

ولایت بغلان

د یادولو وړ ده چې د یادو شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې د آپرا ادارې له طرزالعمل څخه به سرغړونه نه کوي او خپل ټول فعالیتونه به د اصولو او قوانینو مطابق ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار ولایت شپږو ولسوالیو کې ۶ مخابراتي انټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار ولایت دره نور، ښېوې، پچیراګام، ګوشتې، خوګیاڼو او سرخ ولسوالیو ...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

د میدان وردکو ولایت یو شمېر سېمو کې د مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده شرکتونو ته سپارښتنه وشوه څو رغنیزې چارو کې کیفیت او معیار...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالیې او ټولګټو وزارتونو سره د تخنیکي سیسټمونو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته وکړه

د تخنیکي سیستمونو د پیاوړتیا، تخنیکي همغږۍ د زیاتوالي، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د اغېزمن تطبیق په موخه...

بېرته خبرونه ته