بامیانو ولایت یو شیمر ولسوالیو کې د ۱۰ مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارې پیل شوې

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۱۵
ولایت بامیان افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې او د بامیان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د مخابراتي خدماتو د پراختیا په موخه، د بامیان ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د ۱۰ نوي مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي کار چې د ټي ډي اف لسمې پروژې له لارې به جوړ یږي پیل شو. 

په هغه غوډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د بامیان والي محترم مولوي عبدالله سرحدي د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د هڅو او کړنو څخه د ستاینې تر څنګ د باکیفیته خدمتونو په وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.

همدارنګه د بامیانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي رحمت الله سلمان د ټکنالوجۍ د اهمیت په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه ویې ویل د دغه ریاست موخه د مخابراتو او انټرنیټي خدماتو پراختیا او باکیفیته خدمتونه چمتو کول ده.

د یادونې وړ ده چې د یاو مخابراتي سایټونو په فعالیدو سره به د بامیان ولایت د یو شمیر لرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکي لوړ کیفیت لرونکي مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی ومومي او په دې برخه کې به یې ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته