افغانستان کې د اسلامي همکارۍ سازمان پخواني استازي حسین اوني بوتسالي په مشرۍ پلاوي چې د ۷۷ ساختماني شرکت مسؤلینو هم پکې ګډون درلود د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وزیر سره د هغه په دفتر کې ناسته وکړه.

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۵:۱۹
وزیر مخابرات

د غونډې په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي صاحب نجیب الله. حـ قاني راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې یې د دوی د کارونو ستاینه وکړه.

همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت وزیر ترکیه یو مسلمان هېواد چې افغانستان سره ګډ عقیدوي او کلتوري نیږدوالی لري مهم اسلامي هېواد یاد کړ.

دغه ناسته چې افغانستان کې د ټکنالوجۍ او مخابراتي خدمتونو د چټکتیا او پرمختګ په هدف جوړه شوې وه د ترکیې له خوا افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان پخواني استازي ښاغلي حسین اوني بوتسالي او د ۷۷ شرکت استازو څرګنده کړه چې دوی کولای شي افغانستان کې د بنسټیزو یا زیربنايي پروژو په پلي کولو، تخنیکي برخه کې د افغان کادرونو د روزنې، د ویجاړ شویو سیسټمونو بیارغونې او د دوی له پینځمې سپوږمکۍ څخه چې اوسمهال فضا ته توغول شوې ګټه اخیستنه چې پر مټ به یې افغانستان باکیفیته انټرنټ او مخابراتي اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي.

ښاغلي بوتسالي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر صاحب ته د خبرو په جریان کې وړاندیز وکړ چې د نمونې په ډول دې څو برخې دوی ته مشخصې کړي څو دغه شرکت یې د ډالۍ په توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته جوړې کړي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د راغلي پلاوي له لوري پر همدې مورد د یوه مسلکي ټیم د جوړېدو سلا وشوه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د دوی له لوري افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته د لېوالتیا مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې اوسمهال افغانستان کې د اقتصادي پروژو د پلي کولو او پانګونې لپاره د امنیت په شتون، د اداري فساد د نشتون او جغرافیوي موقعیت ته په کتو لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شوي او پانګوال کولای شي له دغو اسانتیاو په استفادې په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر الحاج مولوي صاحب نجیب الله. حـ قاني د دوی له لوري د هغو وړاندیزونو په تړاو چې غواړي افغانستان کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ د پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي ډاډ ورکړ چې د دواړو هېوادونو د ګټو د خوندیتوب په پام کې نیولو او له تخنیکي او مسلکي بحثونو وروسته به یې سر ته رسوي.

د ترکیې هېواد د ۷۷ شرکت او د اسلامي همکاریو سازمان پخواني استازي په مشرۍ د راغلي پلاوي دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي او مسلکي معین پوهنیار احمد مسعود لطیف رای هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۶:۱۰
Background image

کابل ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له انټرنټي سایټونو څخه څآرنه وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې له لوري په کابل ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له انټرنټي سایټونو څخه د غیر اخلاقی انټرنټي سایټونو...

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۶:۲۵
Background image

کابل ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له انټرنټي سایټونو څخه څآرنه وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او آترا ادارې له لوري د غیر اخلاقی انټرنټي سایټونو او آپلیکیشنونو د بندولو...

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۵:۱۵
Background image

بېرته خبرونه ته