ارزګان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۶:۲۱
مخابرات ولایت ارزگان

په دې ناسته کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ښه کولو، د سیمکارټونو پلور او ثبت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د طرزالعمل مطابق، په خپل سري ډول د غږیزو او انټرنیټي بستو فعالولو مخنیوی، د وسایلو ثبت، د فریکونسۍ جواز لیکونو اخیستل، د ټاورونو د ثبت فورم اخیستل او د خلکو د مخابراتي او انټرنیټي ستونزو حل کولو په اړه بحث وشو.

د یادونې وړ ده چې ارزګان ولایت کې موجوده مخابراتي شرکتونو مسئولینو ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلارې په اساس یې خپلې چارې تنظیم کړي او هڅه کوي ټول هغه قوانین چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري ورته ټاکل کېږي په بشپړ ډول پلي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۳۵
Background image

دایکنډي ولايت په سنګتخت ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د دایکنډي ولايت سنګتخت ولسوالۍ په...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۲
Background image

بدخشان ولایت مرکز فیض آباد ښار کې د آټوما مخابراتي شرکت د خرڅلاو او پیرودونکو خدمتونو څانګه پرانیستل شوه

د آټوما مخابراتي شرکت د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاو د برابرولو په موخه...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ څخه څارنه تر سره شوه.

د دغه مخابراتي سایټ په فعالیدو سره به د یادې سیمې اوسیدونکو ته با کیفیته، معیاري مخابراتي او...

بېرته خبرونه ته