ارزګان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سیمه ایزو اف ام راډیوګانو مسئولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته و شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۲:۱۸
مخابرات ولایت ارزگان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښونه ارزګان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سیمه ایزو اف ام راډیوګانو مسئولینو تر منځ د فریکونسیو د تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته وشوه .

د دې ناستي په ترڅ کې د نوموړي ولایت د سیمه ایزو اف ام راډیوګانو مسئولینوته لارښوونه وشوه چې د قوانینو او مقرراتو سره سم خپل جوازونه نوي کړي، د راډیوګانو له هغه بینډویت څخه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې له خوا دوی ته ورکړل شوي ګټه واخلي او خپل ټول ټاورونه دې له کړنلارې سره سم د اټرا ادارې په مرکزي دفتر کې ثبت کړي.

په همدې ډول د مخابراتي شرکتونو د فریکونسیو د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه لارښوونه وشوه، چې د راډیوګانو لپاره دې بانډ پاس فیلټر دستګاه نصب او وکاروي.

د يادونې وړ ده، چې په نوموړي ولایت کې د اف ام راډيوګانو مسئولينو ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې له کړنلارې سره سم پرمخ وړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار ولایت شپږو ولسوالیو کې ۶ مخابراتي انټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار ولایت دره نور، ښېوې، پچیراګام، ګوشتې، خوګیاڼو او سرخ ولسوالیو ...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

د میدان وردکو ولایت یو شمېر سېمو کې د مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده شرکتونو ته سپارښتنه وشوه څو رغنیزې چارو کې کیفیت او معیار...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالیې او ټولګټو وزارتونو سره د تخنیکي سیسټمونو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته وکړه

د تخنیکي سیستمونو د پیاوړتیا، تخنیکي همغږۍ د زیاتوالي، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د اغېزمن تطبیق په موخه...

بېرته خبرونه ته