ابتکارـ-د تاندو شرکتونو روزنيز مرکز د غوښتنليک سپارنې بلنه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

ابتکار، د تاندو کمپنيو روزنيز مرکز، د خپلې دويمې دورې لپاره عريضي مني. هغه تاندې) patrats( کمپنۍ او يا د تاندو کمپنيو موسسان چې د سوداګرۍ يوه نوې او ځانګړې مفکوره ولري او روزنې او دفتري امکاناتو ته اړتيا لري، کولی شي خپل غوښتنليکونه وسپاري .په ابتکار کې تر روزنې لاندې کمپنۍ په توګه به تاسې دغو خدماتو ته لاسرسی ولرئ: ۱(  سهولتونه ـ  دفتر او فرنيچر، د لوړ سرعت انټرنيټ، برېښنا او داسې نور امکانات ،۲( مربي ګري او کوچينګ ـ د کمپنيو د باتجربه رئيسانو او مديرانو لخوا روزنيز ورکشاپونه ،۳( مشاوره  ـ د ښې او پايدارې سوداګرۍ اړوندو مسايلو په هکله مشورې ،۴(  مالي منابعو او مارکيټ ته د لاسرسي په برخه کې مرسته، او داسې نور .

 

څوک بايد عريضه وسپاري؟

عارض تشبثات کيدای شي يوه له مخکې جوړه شوې کمپني، چې له يوه کاله يې عمر کم وي، او يا په آيډيا-مرحله کې وي )د سوداګرۍ جواز نه دی په کار(، چې معلوماتي ټکنالوجۍ) TI( او يا د معلوماتي ټکنالوجۍ په وسيله تقويه شوي) TI-neatabne( خدمات وړاندې کوي، او د تجارت يوه نوې او ځانګړې آيډيا ولري. د معلوماتي ټکنالوجۍ په وسيله تقويه شوي خدمات، د بيلګې په توګه، لاندې ساحې رانغاړي: الکترونيکه سوداګري) ncrmmnrCn(، موبايل سوداګري )mcrmmnrCn(، ډيجيټال محتويات ) etetatb Creanea(، د سوداګريز پراسس بهر سپارنه ) atptenpp srrCnpp rtaprtrCtee(، د پوهنيز پراسس بهر سپارنه) gercbneen srrCnpp rtaprtrCtee(، د حقوقي پراسس بهر سپارنه )bnetb srrCnpp rtaprtrCtee( او داسې نور. عارض تثبثات بايد په کابل کې وي، او يا علاقه مند وي چې په کابل کې ميشت شي. د شرايطو او ظوابطو په هکله نور معلومات زموږ په وېبسايټ کې ومومئ:

 taas:..taatgttr.mCta.ert.tm.nbtetatbta:.sts

 

ستاسې د معلوماتو لپاره، زموږ ځينې اوسنۍ تر روزنې لاندې تاندې کمپنۍ په دغو مفکورو باندې کار کوي:  اي-مکتب، د ښوونځيو لپاره د تعليم د مديريت سيسټم، روغتياپال، د صحت د مديريت سيسټم ،سمارټ ټانک، د امنيت لپاره هوشمند روبوټ  ټانکونه، افغان بوکينګ، د هوايي او ځمکني ترانسپورت او هوټل د بوکنګ لپاره آنلاين سيسټم، اي-صرافي، د اسعارو د تبادلې او د صرافۍ د چارو د مديريت لپاره الکترونيک سيسټم .

 

که تاسې د يوې تاندې کمپنۍ موسس ياست او يوه نوې او ځانګړې مفکوره لرئ، نو همدا اوس زموږ د غوښتنليک فورمه ډکه

 tp.sts-taas:..taatgttr.mCta.ert.tm.prte :کړئ

 

ښځينه عارضين لا هڅول کيږي، چې غوښتنليک وسپاري.

 

د عرايضو د سپارنې ضرب الاجل: داگست 5 ،2015

 

د ابتکار په اړه: 

ابتکار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا جوړ شوی د تاندو کمپنيو روزنيز مرکز دی. ابتکار د ټيک-نيشن )InCtatatre( لخوا چې يوه کابل ميشتې د ټکنالوجۍ، مشاورې او تاندو کمپنيو د روزنې شرکت دی، تطبيقيږي . ابتکار د نړيوال بانک لخوا "د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د سکتور د انکشاف پروګرام" لاندې تمويليږي.

 

د نورو معلوماتو لپاره راسره تماس ونيسئ:

 

ټلفون:   

 

Tel: +93 20 231 3077 / +93 781 413 745/ +93 788 161 862

+93 700 776 505 / +93 781 338 665

 

 ibtikaar@technation.af :برېښليک  www.ibtikaar.mcit.gov.af :وېبسايټ

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته