د کلاوډ مخزن د زیربنا چمتو کولو او بشپړولو د پروژو د قرار داد د ورکړې د پریکړې (Cloud -Storage) خبرتیا

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

پدې توګه د تدارکاتو د قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې له مخې، خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کلاوډ زیربنا د اطلاعاتو محزن د چمتو کولو او تجهزولو پروژه د شپږ ملیونو، پنځه سوه دیرش، یو سل او یو نوي (۶۵۳۰۲۹۱) افغانیو په ارزښت د ګرنډ ټکنالوجۍ  ریسورز اس ډي ان بی اج ډي  شرکت ته چې د کابل ښار شهرنو حاجي یعقوب څلورلارې، لسمه ناحیه کې د کابل بزنس سنټر په څلورم پوړ کې موقعیت لري ورکړي.

هغه حکمي او حقوقي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري کولای شي چې د دې خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د اوو ورځو په اوږدو کې خپل اعتراضونه د دلایلو سره په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ په ۱۴ پوړ کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده، او قرارداد به چې پورته ذکر شوي نیټه پای ته رسیدو او قانوني پړاونو تر سره کیدو پورې منعقد نشي.

سندونه:

د مکتوب د خپریدو لینک

په درنښت

الحاج مولوی نجیب الله " حقانی"

د مخابرات او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر

 

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۵۲ کابل
Background image

د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

پروژه کې ګډون وکړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۲۷ کابل
Background image

د کلاوډ زیربنا د امنیت او ساتنې پروژې د داوطلبۍ اعلان

او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب او...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۶ کابل
Background image

د ملي ډیټاسنټر د ظرفیت لوړونې او د فعالیت د ښه‌والي پروژې د داوطلبۍ اعلان

د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب او په سرتړلي ډول د ۱۴۰۵/۴/۱۸ نېټې د سهار تر...

Back to tenders