د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو د کاري او اداري وړتیاوو د لوړولو، د کاري چارو د ښه تنظیم او د دندو د اغېزمن ترسره کولو په موخه د «پروژې، د کاري فشار او د وخت مدیریتونو» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد.
دغه سیمینار د وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیا لوړونې آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ۲۵ تنو کارکوونکو پکې ګډون کړی و، ګډونوالو ته د کاري چارو د تنظیم، د کاري فشار د کنټرول، د وخت د اغېزمن مدیریت او د لومړیتوبونو د ټاکلو په برخو کې روزنیز معلومات وړاندې شول.
د یاد سیمینار څخه موخه دا وه، چې کارکوونکي وکولای شي خپلې دندې په ښه ډول تنظیم کړي، شته وخت او امکانات په اغېزمنه توګه وکاروي، کاري فشارونه مدیریت کړي او خپلې چارې پر ټاکلي وخت او له غوره کیفیت سره ترسره کړي.
په پای کې د سیمینار ګډونوالو د وزارت له دې روزنیز اقدام څخه د مننې ترڅنګ، غوښتنه وکړه چې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لا لوړولو او د اداري چارو د ښه والي په موخه دې په نورو مسلکي برخو کې هم ورته روزنیز سیمینارونه جوړ شي.
