د کلاوډ زیربنا د امنیت او ساتنې پروژې د داوطلبۍ اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ټولو هغو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د کلاوډ (Cloud) زیربنا د امنیت او ساتنې په پروژه کې ګډون وکړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب او په سرتړلي ډول د ۱۴۰۵/۴/۱۷ نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته، چې د کابل ښار د دویمې ناحیې محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي آفرونه او هغه آفرونه چې د برېښنالیک (ایمیل) له لارې استول شوي وي، د منلو وړ نه دي.
همدارنګه، داوطلبان کولای شي شرطنامه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وېبپاڼېWWW.MCIT.GOV.AF او یا هم د ملي تدارکاتو ریاست له برېښنايي پتې https://tenders.ageops.af څخه ترلاسه کړي.
که چېرې شرطنامه له یادو وېبپاڼو څخه ډاونلوډ نه شي، داوطلبان کولای شي د شرطنامې سافټ کاپي د فلش حافظې له لارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي.
د آفر پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵/۴/۱۷ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې د تدارکاتو ریاست په دفتر کې ترسره کېږي والسلام.
سندونه:
د کلاوډ زیربنا د امنیت او ساتنې پروژې د شرطنامې لینک
الحاج حافظ محمد امین جان عمري
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین
