کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۲۵
ولایت کنر افغانستان

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت چپې درې ولسوالۍ څاریګل سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ د جوړولو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.

یاد مخابراتي سایټ په فعالیدو سره به د چپې درې ولسوالۍ هغه محرومې سیمې چې له مخابراتي آسانتیاو بې برخې دي مخابراتي آسانتیاوې برابرې شي او همدا راز د سیمې اوسېدونکو ته به مکالماتي او انټرنټي چوپړ چمتو کړي .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي آنټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۴۵
Background image

ننګرهار ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۱۵ مخابراتي آنټنونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالي امبرخانه، چپرهار ولسوالۍ تریلي، رودات ولسوالۍ کان قطرغه، کوټ ولسوالۍ وچ کوټ، حصارک ولسوالۍ غونډی، سرخرود ولسوالۍ کګړک، خیوې ولسوالۍ سلامپور او...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۶۵ تنه فارغ شول

د فراغت د مراسمو په ترڅ کې د کاپيسا ولایت مرستیال والي محترم مولوی شیخ اسدالله سنان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوی دلاور برهان، د بیلابیلو ادارو کارکونکو  ښوونکو او.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۱
Background image

دایکنډي ولایت کې  د روشن مخابراتي شرکت د ۳ سایټونو د خدمتونوڅخه څارنه ترسره شوه

د یاد ولایت په شهرستان او میرامور ولسوالیو کې د روشن مخابراتي شرکت درې سایټونه چې د ټي ډي ایف پروژې په اووم پراو کې ګټې اخیستنې ته...

بېرته خبرونه ته