کندز ولایت کې د یو شمیر پوسټي شرکتونو له خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۲۴
Kondoz

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس کندز ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې یوشمیرپوستی او کارګو شرکتونو مسوولینو ته سپارښتنې وشوې چې له جواز پرته دغیر قانوني خدمتونو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق پوستي شرکتونه کولاى شي چې د يو مشتري پارسل د يو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي .

او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چې د ۴۲کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي اوخدمات ترسره کړي خو دکارګو شرکتونو مسئولين نشي کولاى چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.

دا څارنه د غیر قانونی فعالیتونو د مخنیوي، د پوستي او کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

بېرته خبرونه ته