پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۱۷۴ تنه فارغ شول

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۵۸
مخابرات پکتیا

د پکتیا ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (اساسات ،ام اس ورد، اکسل، اکسس، پاورپوینټ) او د انټرنیټ اساساتو په برخه کې، ۲۲ مې دورې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۱۷۴ تنو زده کوونکونکوته د فراغت بري ليکونه وويشل شول.

د فراغت د مراسمو په ترڅ کې د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس محترم مولوي نصیرالله هجرت، د بیلابیلو ادارو کارکونکو ، زدکونکو ګډون درلود.

په یاده غونډه کې لومړی د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس محترم مولوي نصیرالله هجرت فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوژۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.

وروسته یو شمیر مسؤلو ګډونوالو په خپلو خبروکې د زدکونکو هڅې وستایلې او ټينګار یې وکړ چې د معلوماتي ټکنالوژۍ پرمختګ د هیواد د پرمختګ او د ځوانانو د کاري فرصتونو د زیاتولو لپاره حیاتي دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوژۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په نظري او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته