په مخابراتو وزارت کې، د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه:

Author image
enayat_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۱۴:۰
m

نن یکشنبه د ۱۳۹۸ کال کب میاشتې اتلسمه، په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کې، د مشرتابه هییت، یو شمېر رییسانو او مخکښو مېرمنو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د مارچ اتمه یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
د مراسمو په پیل کې، د مخابراتو وزارت د جندر رییسې ملالۍ یوسفزۍ، په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې روانو توپیري چلندونو ته په اشارې سره وویل: «د مارچ اتمه په اصل کې د همدې بې عدالتیو پر وړاندې د مېرمنو د یووالې او همغږۍ ورځ ده، چې په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي.»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، په هېواد کې د مېرمنو له وروستیو او بې مخینې لاسته راوړنو څخه د ستاینې تر څنګ زیاته کړه: «مېرمنې د ټولنې د یوې درنې برخې په توګه، په بنسټيزو او سترو پرمختګونو کې لوی لاس لري، ځکه خو مخکښې مېرمنې د وزارت په کچه د رهبرۍ او تصمیم نیونکې لورې په توګه ونډه لري.»

m


نوموړي زیاته کړه: « د هېواد په کچه مېرمنې د ټولنیز عدالت په پلې کولو کې لوی لاس لري، پر همدې اساس اړینه ده چې په افغانستان کې پر کلیدي بستونو کار وکړي.»
ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ، چې مېرمنې په ادراې چارو کې د روڼتیا سمبول یادیږي، ځکه خو په مخابراتو وزارت کې د رهبرۍ په کچه ستاسو ونډه سمبولیکه نه، بلکه د وړتیاوو په اساس تر لاسه شوې ده.
د دغو مراسمو په پای کې، سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي د وازرت په کچه مخکښو مېرمنو ته ستاینلیکونه ورکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته