هېواد په کچه د اسنادو او مکاتیبو د ډیجیټلي سیسټم د تطبیق ناسته وشوه

naweed_admin
جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۱۱:۴۰

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر، ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي، په مشرۍ د هېواد په کچه د امارتي ادارو او وزارتونو د اسنادو او مکاتیبو د ډیجیټلي سیسټم د تطبیق په تړاو ناسته وشوه.

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري، د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي سیدبرات شاه آغا ندیم هم ګډون درلود د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر د ټکنالوژۍ پر اهمیت او له هغې څخه د سالمې استفادې په تړاو خبرې وکړې او دا یې د وخت له مهمو اړتیاوو څخه وبلله.

نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د شته امکاناتو په کارولو سره به امارتي ادارو او وزارتونو ته د عصري ټکنالوژۍ او د افغان کادرونو په مټ د مهمو او کارنده سیسټمونو د جوړولو روانه لړۍ نوره هم چټکه او پراخه شي.

ښاغلي ملا عبدالاحد فضلي د اداري اسنادو او مکاتیبو سیسټم، چې د هېواد په کچه یو له مهمو او اړینو سیسټمونو څخه دی، په اشارې وویل، اوس مهال د ګڼو هغو ادارو چې له ولس سره یې مستقیمې چارې تړلې دي او یا یې په ورځنیو چارو کې د اسنادو تبادله ډېره او ازدحام لري، د دې سیسټم په کارولو سره به یې چارې ګړندۍ او وخت به یې هم سپما شي، همدارنګه د ادارو ترمنځ د رسمي اسنادو د تبادلې په بهیر کې به د پام وړ بدلون رامنځته شي.

د وزارت مالي او اداري مرستیال، ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري، د اداري چارو د لا اسانتیا، چټکتیا او اغېزمنتیا لپاره د ډیجیټلي سیسټمونو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د اسنادو او مکاتیبو د ډیجیټلي مدیریت سیسټم به د ادارو ترمنځ د رسمي اسنادو د تبادلې بهیر لا منظم او چټک کړي، د کاري پروسو په ساده کولو کې به مهم رول ولوبوي او د وخت او امکاناتو په سپما کې به اغېزمن تمام شي.

ورته مهال د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي رئیس، ښاغلي استاد پوهنیار عبدالرحمن صافي، وویل چې د اسنادو او مکاتیبو د ډیجیټلي سیسټم د تطبیق پروسه له ګڼو امارتي ادارو او وزارتونو سره پیل شوې او د دې پروسې په دوام به په تدریجي ډول نورې ادارې هم له یاد سیسټم سره وصلې شي.

د یادونې وړ ده چې د امارتي ادارو د مکاتیبو او اداري اسنادو د مدیریت ډیجیټلي سیسټم څو میاشتې وړاندې د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري، د هر اړخیزې ارزونې وروسته، تایید او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې وه، څو په یو شمېر امارتي ادارو او وزارتونو کې یې تطبیق کړي.

د همدې هدایت په دوام، ګڼو امارتي ادارو او وزارتونو ته له روزنیزو ناستو او د سیسټم اړوند معلوماتي پروګرامونو وروسته د سیسټم د تطبیق عملي مراحل پیل شوي دي، چې په نږدې راتلونکي کې به د ادارو د اسنادو ګڼې اداري پروسې د همدې سیسټم له لارې پر مخ وړل کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د هېواد په کچه د امارتي ادارو او وزارتونو لپاره د اړتیا مطابق د سیسټمونو د جوړولو دنده پر غاړه لري، چې تر دې دمه یې ګڼو تعلیمي، تحصیلي، خدماتي او تنظیمي ادارو او وزارتونو لپاره د هغوی د اړتیا مطابق سیسټمونه جوړ کړي او ګڼ شمېر نور سیسټمونه، چې د امارتي ادارو او وزارتونو له لوري یې غوښتنه شوې، تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۱۴:۴۸
Background image

په نورستان ولایت کې د سلام مخابراتې شبکې د نوي سایټ سروې ترسره شوه

د سروې پر مهال د سایټ مناسب موقعیت، د مخابراتي او برېښنايي تجهیزاتو د نصب شرایط او د P2P لینک له لارې د انټرنېټ خدمتونو...

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

هېواد په کچه د اسنادو او مکاتیبو د ډیجیټلي سیسټم د تطبیق ناسته وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر، ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي، په مشرۍ د هېواد په کچه د امارتي ادارو او وزارتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۳۳
Background image

غور ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هیواد لیرې پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو د پراختیا او برابرولو په موخه غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د مخابراتواو...

بېرته خبرونه ته