د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۶۵ تنه فارغ شول
د کاپيسا ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (د کمپيوټر اساسات، ام اس ورد ، اکسل، اکسس، پاورپوینټ) او د انټرنیټ اساساتو په برخه کې، په پنځمه دوره کې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۶۵ تنو زده کوونکوته د فراغت بري ليکونه وويشل شول.
د فراغت د مراسمو په ترڅ کې د کاپيسا ولایت مرستیال والي محترم مولوی شیخ اسدالله سنان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوی دلاور برهان، د بیلابیلو ادارو کارکونکو ښوونکو او زدکوونکو ګډون درلود.
په یاده غونډه کې د کاپيسا ولایت مرستیال والې محترم مولوي شیخ اسدالله سنان فارغانوته په خپلو خبرو کې وویل تاسې چې د شپږو میاشتوپه لړکی د کمپیوټر اساسي ډيجیټلي مهارتونه په عملي او نظري ډول سره زدکړي په خپلو شخصي کاري برخو او اوسني اسلامي نظام دپیاوړتیا لپاره وکاروئ او نوروته یې ولیږدوئ او همدارنګه د یادې غونډې په لړکې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي دلاور برهان فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي او له خلکوڅخه یې وغوښتل چې د دیجیټلي مهارتونو د حاصلولو په موخه زیات شمیر زدکوونکي یاد مرکزته را معرفي کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په نظري او عملي ډول تدریس کېږي.
