د ولایتونو (سرپل، دایکندی، بلخ، بادغیس، فراه، هرات، خوست و کنر) د مخابراتو او د معلوماتي تکنالوژۍ ریس

superadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۴/۳ - ۱۷:۳

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د ندې د اعلان  شمېره

د دندې نوم : د ولایتونو (سرپل، دایکندی، بلخ، بادغیس، فراه، هرات، خوست و کنر)  د مخابراتو  او  د معلوماتي تکنالوژۍ ریس

رتبه :  2

اداره / وزارت  : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ  وزارت

ریاست :  د ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست  

ځای :  ولایت

د اعلان دپیل نېټه: 1397/4/3

د اعلان د پای نیټه:1397/4/12

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت  موخې:

د مخابراتو او  معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ژمن دی  ترڅو  د نړۍ د معلوماتي ټولنې د یو بشپړ غړي لرونکي هېواد په توګه  په پام کې لري د هېواد  په ولسوالیو، کلیو او بانډو ته  هر اړخیزه مخابراتي خدمتونه د اقتصادي پراختیایي بازار  له لارې تامین کړي. ترڅو  ټول افغانان ښځې او نر  وشي کولی  مخابراتي خدمتونو  او معلوماتي ټکنالوژۍ ته  په یو ډول لاس رسی ولري او ترې استفاده وکړي ترڅو  د همدې لارې حکومت ټولنیز خدمتونه، د بیا رغاونې د پروسو ملاتړ،  خلکو ته د کار پیداکول، د یو هڅانده خصوصي سکتور رامنځته کول، د فقر کمول او د ناتوانه خلکو  سره  دمرستې چټکولو  پروسه کړندۍ کړي.


د CBR پروګرام  موخه: 

دملکي خدمتونو دتعییناتو بورډ ، د د افغانستان د اوسپنی پټلی اداره د دویمې رتبې  ولایتی بستونه د پیاوړو کسانو دګومارنې په موخه، ازادې سیالۍ ته وړاندې کوي. دغه بست پایلولپاره د ظرفیت د لوړولو پروګرام یا  (CBR)Capacity Building for Result له لارې تمویلیږي.  یاد پروګرام د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له مهمو پروګرامونو څخه دی. چې ټولیزه موخه یې د تشکیلاتي اصلاحاتوله لارې د ملکي خدمتونو دکارکوونکود ظرفیت لوړول دي.

هغه کسان چې د دغه پروګرام له لارې ګومارل کېږي، باید له فوق العاده کاري ظرفیت څخه برخمن وي او د افغانستان ملکي اداروسره د موخو د عملي کولو، اغیزمنو خدمتونو د وړاندې کولو او د دغه پروګرام د موخو د بشپړولو په برخه کې مرسته وکړي.

مینه وال کولی شي د غوښتنې فورمې په حضوري ډول  په کابل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له دفتراو ولایتونوکې یې د دغه کمېسیون له ساحوي دفترونو اویاهم د دغه کمېسیون له ویب پاڼې ترلاسه کړي.  غوښتوونکي کولی شي چې د فورمې له ډکولو وروسته، له اړینو اسنادو لکه، د تا بعیت تذکرې، تحصیلي سندونو، خلص سوانح، اوکاري تجربې سندونوله کاپي سره په کابل کې دکمېسیون مرکزي دفتر او په ټولو ولایتونوکې یې سیمه ییزو دفترونوته وسپاري. غوښتوونکولپاره د ښو اسانتیاوو دبرابرولوپه موخه، د دغه (recruitment@iarcsc.gov.af)  برېښنا لیک له لارې هم  لکه، د تا بعیت تذکرې، تحصیلي سندونو، خلص سوانح، اوکاري تجربې سندونو استول هم د منلو وړ دي.

ددې دندې موخه:

د هېواد په ولایتونو او ولسوالیو کې د نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم د مخابراتي، تکنالوژي او پستي خدمتونو د وړاندې کولو مدیریت او څارنه.

 

 

دندې او مسولیتونه:

۱:- د وزارت  عمومي موخو ته د رسیدو له پاره میاشتیني پلانونه، څلور میاشتني ، او کلني پلانونو جوړول

۲:- د وزارت د انکشافي طرحو، لارښودونو،طرزالعملونو،  مخابراتي، تکنالوژي او  پوستي پالیسیو سره سم په ولایتونو کې  د اړونده څانګو او خصوصي سکتور سره په همغږۍ جوړول.

۳:- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ټول نظراتي، تخنیکي کنټرول، پوستي خدمتونه، د (جی پي ار ایس)سیسټم په اساس، د وزارت د ټولو فغالیتونو کنټرولول.

۴:- په مخابراتي سکتور کې ټولو عامه شکایاتونو  ته چې د ټکنالوژۍ اړونده دي پر وخت رسیدګي کول.

۵:- د کلنۍ بودجې په نظر کې نیولو سره مالي لګښتونه د قانون سره سم ترسره کول او ترې څارنه کول.

۶:- د مالیی وزارت د عوایدو ټاکل شوی هدف په نظر کې نیول، او بیا مربوطه وزارت ته د هغه د حساب لیږل ترڅو ددې له لارې د هېواد اقتصادي ستنې پیاوړي شي.

۷:- هغه شرکتونه چې  مخابراتي او معلوماتي تکنالوژۍ برخه کې خدمات وړاندې کوي دهغې څارنه او بیايې راپور د اترا ادارې ته لیږل.

۸:- د ښه کارونو او اړونده چارو د پرمخ بیولو په موخه  د دولت له ټولو ارګانونو سره د اړیکو ټینګول او همغږي کول.

۹:- د کار په جریان کې د سیمنارونو، ورکشاپونو او یا هم د روزنیزو  پروګرامونو له لارې د مهارتونو او وړتیاوو انتقالول.

۱۰:- د نوو تجربو په موخه په ټولو ملي او نړیوالو ناستو کې ګډون، او له هغه څخه په خپلو کارونو کې ترې استفاده کول.

۱۱:- د خپلوکارکوونکو داسې ارزونه تر هغوي سره دکار کولو انګیزه رامنځته او د همدې لارې ورسپارل شوې دندې په ښه ډول پرمخ یوسي او د هغوي ظرفیت نور هم لوړ شي.

۱۲:- د خپلې کلنې بودجې په نظر کې نیولو سره خپلې د فتري اړتیاوې د خپلو ولایتي ریاستي کاري پلانونو په نظر کې نیولو سره وړاندیزول.

 

۱۳:-  دخپلو لاسته راوړنو  او فعالیتونو څخه  لوړو ذیصلاح مقاماتو ته د میاشتني،څلور میاشتني او  کلني  راپورونو چمتو کول او ورکول.

۱۴:- د کارونو د ښه پرمخ بیولو په موخه که اړتیا شوه، کولی شې دMM-CBR او MIP   پرمختیايي پروګرامونو  د رهبرۍ دوه  تنو استازو سره په میاشت کې دوه ځلې ناستې ولري او خپلې مشورې یو بل سره شریکې کړي، او په ډیر زغم سره د ادارې لخوا ټاکلو اهدافو ته د رسیدو په موخه ناستې ولري او پر دې ځان ډاډمن کړي چې دچارو ارزونه په درست شکل ترسره شوې  او  ټاکل شوو اهدافو ترلاسه کولو کې مرسته او همکاري شوې ده.

۱۵:- د تقنیني اسنادو  سره سرم د  باصلاحیته اشخاصو له خوا  د نورو سپارل شوو دندو  ترسره کول.

 

د توقع وړ پایلې:

دوه میاشتې وروسته  ګومارل شوی کارمند  باید څخه تفصیلي کاري پلان د(SMART ) معیارونو او د( CBR) موخو په نظرکې نیولو سره دخپلو دندو لایحې او مسولیتونو  پربنسټ جوړ کړي.

 

د راپور ورکولو مکلفیت:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ولایتي ریس به د وزارت مالي او اداري مرستیال ته راپور ورکوي

 

شرطونه او کاري تجربه:

غوښنونکي  باید لږ تر لږه د دغه بست لپاره د دملکي خدمتونو دکارکوونکو د قانون  د  (۷) او (۳۴) مادو په شرایطو برابروي.

  • په دغه رشتو کې لیسانس ولري، دفریکونسي اینجینري، د ټیلیکمونکیشن اینجینري، کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ،د کمپیوټر انجینیري او انفارمټیک او هغه چاته لومړیتوب  ورکول کیږي چې په دغه څانګو کې لوړې زده کړې ولري.
  • د دندې اړونده درې کلنه کاري تجربه لرل
  • د هېواد په رسمي ژبو پښتو یا دري بشپړ تسلط او د انګلیسي ژبې سره  بلدیت لرل.
  • د دندې اړونده  په کمپیوټري او تخنیکي مهارتونو باندې بشپړ واک.

مربوطه دندېنورې دندې

بیرته تګ