د ننګرهار ولایت په سرخ رود، چپرهار او روداتو ولسوالیو کې د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څخه څارنه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د سلام مخابراتي شبکې له مخابراتي سایټ څخه چې د یاد ولایت په سرخ رود، چپرهار او روداتو ولسوالیو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د ټي ډي اف بودېجې په مرسرته جوړېږي له چارو څخه یې څارنه ترسره شوه .
د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.
دیادولو وړده چې د نوموړې مخابراتی سایټونو په فعالید و سره به د ننګرهار ولایت د یادو ولسوالیو اوسیدونکو مخابراتي ستونزې حل شي.