د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د څلورو ډیجیټلي نظامونو د جوړولو هوکړهلیکونه لاسلیک شول
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء د عالي مقام د حکم پر بنسټ، د ټولو امارتي ادارو د چارو د ډیجیټلي کولو په لړ کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د څلورو ډیجیټلي نظامونو د جوړولو او پلي کولو په موخه څلور هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
په دې اړه جوړې شوې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تخنیکي مرستیال، ښاغلي استاد پوهنیار احمد مسعود لطیف رای وویل، چې د امارتي ادارو د چارو ډیجیټلي کول د ډیجیټلي حکومتولۍ د پراختیا، د اداري پروسو د معیاري کولو او د معلوماتو د مدیریت د اغېزمنتیا لپاره مهم ګام دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغان پوسټ لپاره د عملیاتي او مالي چارو او تحویل خانې د مدیریت ډیجیټلي نظامونه جوړ شوي او اوس مهال په عملي ډول ترې ګټه اخیستل کېږي، چې د یاد شرکت د اداري او عملیاتي چارو په چټکتیا، تنظیم او اغېزمنتیا کې یې د پام وړ بدلون راوستی دی، هغه څرګنده کړه، چې د آنلاین سوداګرۍ او بشري سرچینو د مدیریت نظامونو په جوړولو او پلي کولو سره به هم د شرکت ډیجیټلي خدمتونه پراخ او اداري بهیرونه لا معیاري شي.
همدارنګه، د افغان پوسټ امارتي شرکت رئیس، ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له تخنیکي او مسلکي همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د عملیاتي او مالي چارو د مدیریت ډیجیټلي نظام په پلي کېدو سره د دغه شرکت اداري او عملیاتي چارې د پام وړ ښې او چټکې شوې دي، نوموړي زیاته کړه، چې د یادو نظامونو جوړول به د افغان پوسټ د چارو د لا ښه تنظیم او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو ترڅنګ دغه شرکت له داخلي اتصال څخه نړیوال اتصال ته لا نږدې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د عملیاتي او مالي چارو او تحویل خانې د مدیریت نظامونه جوړ شوي او اوس مهال په اداري چارو کې ترې ګټه اخیستل کېږي؛ همدارنګه د آنلاین سوداګرۍ او بشري سرچینو د مدیریت نظامونه هم د پلي کېدو په حال کې دي.
