د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارمندانو ته د بیړنیو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د کرونا واکسین بشپړ پلي کول او د روغتیایي مرکز پرانیستل

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۷:۴۰
واکسین کرونا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارمندانو د روغتیا او خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره په دغه وزارت کې د اضطراري روغتیایي مرکز په پرانستلو سره هممهاله، د کرونا ضد واکسین یوځل بیا پلي شول.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو داوطلبو کارمندانو ته د کرونا د دریمې څپې زیاتوالي ته په پام او د مهال ویش سره سم هندي او جانسن او جانسن ډول واکسین ولګول شول.

واکسین کرونا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پداسې حال کې، چې د عامې روغتیا وزارت د هڅو ستاینه کوي د کارمندانو خوندیتوب لپاره بیلابیل اقدامات او احتیاطي تدابیر په پام کې نیسي او تل یې د روغتیایي پروتوکولونو څارنې په اړه کارمندانو ته لازم وړاندیزونه کړي.

د یادونې ده، چې دا مرکز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کارمندانو روغتیایي ستونزو ته د بیړنۍ پاملرنې په موخه رامینځته شوی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت مرکز کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پیرېدونکو خدمتونو څانګه پرانیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا اداره تل هڅه کوي چې د هېواد په ټولو برخو کې د مخابراتي شبکو د پوښښ تر څنګ...

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۱:۳۰
Background image

لومړي ځل لپاره د هېواد په کچه خصوصي سکټور او انفرادي اشخاصو ته د هاستینګ خدمتونو د وړاندې کولو آسانتیاوې رامنځته شوې

د وزارت اړوند د معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د وړاندې کولو او بازارموندنې آمریت، د عامه خدمتونو د پراختیا، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې....

بېرته خبرونه ته