د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پخواني وزیر او د هیواد سیاسي او جهادي شخصیت قاضي محمد امین وقاد د مړینې په مناسبت د مخابراتو وزارت د مشرتابه د خواخوږۍ پیغام

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۸:۴۰
قاضی محمد امین وقاد

بسم الله الرحمن الرحیم

په ډیرې خواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پخوانی وزیر، د سولې عالي شورا پخوانی غړی او د هیواد سیاسي او جهادي شخصیت قاضي محمد امین وقاد د ورپیښې ناروغۍ له امله خپل روح حق ته وسپاره.

انالله و انا الیه راجعون

خدای بخښلی قاضي محمد امین وقاد په ۱۳۷۲-۱۳۷۵ کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او له هغه څخه وروسته د سولې د عالي شورا د برجسته غړي په توګه د هیواد او هیوادوالو په خدمت کې خپلې هڅې ندي سپمولي.

خدای بخښلی قاضي وقاد د یو سیاسي فعال ترڅنګ دینې عالم، دینداره او مجاهد هم و چې د هغه نشتون د هیواد سیاسي او دیني ټولنې لپاره لویه ضایع ګڼل کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکالوجۍ وزارت مشرتابه د نوموړي په مړینه خپل تسلیت او خواخوږي څرګندوي او د دوي درنې کورنۍ او د افغانستان خلکو سره په دې غم کې ځان شریک ګڼي او ده ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه جنتونه او وارثینو ته یې صبر جمیل غواړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیره

معصومه خاوري

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته