د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن لپاره یو پرمختللی سیسټم جوړ او پلی شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۹ - ۱۱:۱
سیستم سازی

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د سیستم جوړونې ریاست لخوا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د سیمکارتو د ثبت او راجستریشن د نوې کړنلارې پر بنسټ د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن پروسې د ښه مدیریت لپاره یو ډیر پرمختللی سیستم رامنځته شوی او اوس مهال تطبیق شوی دی، چې پر بنسټ یې ټول مخابراتي شرکتونه د سیمکارت د ثبت او راجستریشن پرمهال د مشتري د تذکرې تائيدي د یاد سیسټم له لارې د احصاییې ملي ادارې څخه ترسره کوي.

د دې سیستم له فعالیت سره اوس هېڅوک نه شي کولی چې په جعلي پېژندپاڼو سیمکارت ترلاسه او ثبت کړي، ځکه چې یاد سیستم د مخابراتي شبکو د سیمکارتونو د خرڅلاو برخه د احصاییې او معلوماتو د ملي ادارې د برېښنایي پېژندپاڼو له سېستم سره نښلولی ده، چې پر مټ یې د برېښنایي تذکرو له مخې د پیرودونکو د پېژندنې تثبیت ترسره او د اترا ادارې له تائید وروسته هغوی ته سيمکارتونه ویشل کېږي.

د یادولو وړ ده، چې اوسمهال په هېواد کې ۲۵ میلیونه فعال سیمکارتونه شتون لري چې لس میلیونه سیمکارټونه د الکټرونیکي پېژندپاڼو پر اساس ثبت شوي دي او یاده پروسه په ډیرې چټکۍ سره روانه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته