د زابل ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د زابل ولايت شاجوی ولسوالۍ اړوند رډانو سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت محترم مقام د ځانګړي هدایت پر اساس منظور شوی و، د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري یې سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.
د یادونې وړ ده د یاد مخابراتي سایټ په جوړیدو سره به د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ د اوسېدونکو مکالماتي او انټرنیټي ستونزې حل شي.