بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
مخابرات ولایت بامیان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې، په مخابراتي او انټرنټي چاپریال کې د غیرقانوني کړنو یعنې له جواز پرته د فعالیتونو د مخنیوي په موخه د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د سټارلنک په نوم د ۲ دستګاوو چې په غیرقانوني ډول یې فعالیت ترسرکاوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د آترا ادارې اوامنیتي ارګانونو سره په همغږۍ کشف او فعالیت یې ودرول شو.

د يادونې وړ ده، چې د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او امنیتي ارګانونود دغه کړنې ستاينه وکړه او د یاد ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له هڅو يې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۶
Background image

کونړ ولایت مرکز اسعدآباد کې ۳ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه اندرسیر، یارګل او ماڼو سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۰
Background image

زابل ولایت کې د دوه مخابراتي آنټنونود جوړېدو سروې ترسره شوه

د زابل ولایت د خاک افغان او شاجوی ولسوالیو د اوسېدونکو له لوري د مخابراتي ستونزو له اورېدو وروسته ولایتي ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۴۶
Background image

د پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ کې د سلام مخابرات شبکې د یوه سایټ ظرفیت ۴جی ته لوړ شو

د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ تاند غړک سیمه کې د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او د سیمې د اوسېدونکو مخابراتي ستونزو ته...

بېرته خبرونه ته