ښاغلی شهزاد آریوبی، د هیواد مخابراتي او ټکنالوجۍ سکتور په استازیتوب، د چین او سویلي آسیا څخه د ټیکنالوژۍ د لیږد د دریمې کانګرس کې برخه اخیستې وه.

mcitadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۳/۲۹ - ۵:۳
dsfgds

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر شهزاد اریوبي چین ته په خپل کاري سفر کې د هېواد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور په استازیتوب د چین- جنوبي اسیا د معلوماتي ټکنالوجۍ د نوښتونو د انتقال او مشارکت په دریمه ناسته کې د فرصتونو، ستونزو او د یاد سکټور لپاره د راتلونکو پروګرامونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د افغانستان او چین د هوکړې په اړه یې خبرې وکړې، چې بیخ بیناوې به جوړوو او د وریښمو لارې به د کیبلي سیستم لومړي مسیر په تمدید سره به منځنی ختیځ او اروپا د کیبلي سیستم لارې پواسطه د واخان دهلیز له لارې متقابلې پولې ته پراخوالی ورکوو.

همدارنګه د نړیوال بانک په مرسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لویې پروژې، ډیجیټل کاسا د پيل په اړه یې خبرې وکړې چې د سمه ایزې متقابلې پولې د اتصال کړنلارې په تطبیق سره به په بیخ بیناوو کې د خصوصي چټکې پانګونې پواسطه د اتصال بروډبانډ ښه شي، اړونده پالیسۍ به عصري شي او قانوني چوکاټ به په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په پراختیا کې ستر اغیز ولري.

ښاغلي اریوبي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو ملي مرکز جوړی کړی چې د معلوماتو د امنیت یو متمرکز محور دی او د لوړو معیارونو په لرلو سره د معلوماتي ټکنالوجۍ دولتي سیستمونو مزبان دی. سربیره پردې یې د مجازي (could) یو پلاټفورم چې د Afghan Cloud په نوم خدمتونه به وړاندې کوي رڼاواچوله.

دغه راز ښاغلي اریوبي د کنفرانس ګډونوالو ته وضاحت ورکړ چې د مخابراتو وزارت د فعالیتونو لپاره د بریښنایي حکومتولۍ تر عنوان لاندې طرحې ته پرمختیا ورکړې او کابو 70% کړنلارو ته به د 2018 کال تر پایه الکترونیکي چارچوب تیار شي.
 

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی در ولایت کندز انجام شد.

در شاهراه ولسوالی دشت ارچی ولایت کندز توسط تیم مشترک مسلکی و تخنیکی ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

برگزاری نشست هماهنگی میان ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت با مسئولین شرکت های مخابراتی

در این نشست، محترم مولوی مطیع‌الله عابد رئیس مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت لوگر بر اهمیت بهبود خدمات مخابراتی در سطح...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

یک سایت مخابراتی شبکه سلام در ولسوالی شهرستان ولایت دایکندی ایجاد و به بهره ‌برداری سپرده شد

به منظور گسترش خدمات مخابراتی به مناطق محروم ولایت دایکندی یک سایت مخابراتی شبکه سلام...

بازگشت به خبر