د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د ښځو نړیواله ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د روان ۱۳۹۴ کال د حوت د میاشتې په ۱۸ مه نیټه ولمانځل شوه. د مراسمو په پیل کې  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالی حسام د ښځو نړیواله ورځ  دهیواد ټولو ښځوته مبارکي ورکړه . ښاغلي حسام وویل چې د دي غوڼدې موخه د ښځو مقام ته درناوي او خپل سیاسی، اقتصادي او ټولنیزو حقونو ته د هفوي لاس رسی دی او د مشرانو د احادیثو په استناد وویل چې ښخه د پاکۍ او مینې مظهر ده.


ښاغلي حسام د افغانستان په حکومت کې د ښځو وضعیت ته په کتو سره څرګنده کړه چې د ښځو د حقونو او کارکولو په برخه کې کارونه شوي دي او په دولتي دندو کې د ښځو د وضعیت د ښه والي لپاره پلانونه او مقررات رامنځته شوي دي چې د میرمنو رول په ګوته کوي.، خو کافی نه دي   بیا هم له نیکه مرغه زموږ په هیواد کې د ښځو وضعیت مخ په ښه کیدو ده او د تیروکلونو څخه يي  پرمختګ ترسترګو کيږي زموږ په وزارت کې زیاتره ښځینه کارکوونکې په دندو بوختې دي او د مخابراتو وزارت ژمن دی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د ښځو رول، اغیزمنتوب او تشبث ته ډیره پاملرنه وکړي او هڅه کوو چې په لوړو پوستونو کې ښځینه کارکونکې په کار وګمارو.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند ښاغلي محمد یاسین صمیم په خپلو خبرو کې د مارچ ۸ مې نیټې په ویاړ د هیواد ښخو ته مبارکي ورکړه. ښاغلي صمیم زیاته کړه چې دغه ورځ یوه سمبولیکه ورځ نده بلکه په دغه ورځ کې د ښځو خوځښتونه د تبعیض پر وړاندې د مبارزې لپاره رامنځته شوي دي. ده هیله وکړه چې د دغې ورځې سمبولیکه بڼه له منځه لاړه شي او ښځو ته د هیواد په سیاسي، ټولنیزو چارو او د پریکړو په برخو کې لازمه ونډه ورکړل شي.

وروسته د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د جندر مسئوله ملالۍ یوسفزۍ او د معلوماتو د امنیت ریاست سرپرسته نادیه هاشمي په خپل وار سره خبرې وکړې، اود ښځو ورځ يي  دهیواد ټولو ښځو اوپه ځانګړی ډول د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجی وزارت ښځینه کارکوونکو ته مبارکي ورکړې او  د مخابراتو وزارت رهبري هیئت څخه مننه وکړه چې دښځو نړیواله ورځ یې په داسی شانداره ډول ولمانځله او همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ښځو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.

 د غونډې په پای کې  ښځینه  کارکوونکو ته هغه تحفي چې دښځو ورځ په ویاړ برابري شوي وي د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ رهبري هیئت لخوا ورکړل شوي

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی مرکز تسهیل ابتکار و لابراتوار نوآوری‌های تکنالوژی معلوماتی را افتتاح کرد

وزارت مخابرات و معلوماتی تکنالوژی به هدف حمایت از جوانان نوآور کشور، رشد نظریات تحقیقی و ابتکاری، و ایجاد سهولت مناسب برای نوآوری‌ ها...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

یک سایت مخابراتی شبکه سلام در ولسوالی جاجی اریوب ولایت پکتیا ایجاد و به بهره ‌برداری سپرده شد

با فعال شدن این سایت شبکه مخابراتی سلام اهالی منطقه ملافاتح ولسوالی جاجی اریوب و سایر ساحات همجوار...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

فراغت ۲۷ تن از مرکز آموزشی مهارت‌های دیجیتلی ریاست مخابرات و تکنالوژی معلومات ولایت هرات

در این مراسم نخست محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه رئیس مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت هرات، با اشاره به نیاز علمی...

بازگشت به خبر