د می ۱۷ د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیواله ورځ د مخابراتو وزارت لخوا ولمانځل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مې ۱۷مه د مخابراتو نړیواله ورځ هر کال دمخابراتي او معلوماتي ټولنې یا (ITU) غړو هېوادو له خوا په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي. دغه ورځ (د می میاشت  اوولسم)  سږ کال بروډبانډ د تل پاتي پرمختګ  لپاره د شعار لاندي  په ټوله نړۍ کې ولمانځل شوه ، چې د مخابراتي او انټرنیټي چټکو خدمتونو په پرمختګ کې یو اړین ګام شمیرل کیږي. 

د مې ۱۷ د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیواله ورځ  د روان ۱۳۹۳ کال د ثور میشتې په ۱۸ نیټه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزی سنګین، رهبري پلاوي، د کابینې غړو ، د پارلمان غړو، مخابراتی شرکتونو او رسنیو استازو په ګډون په انتر کانټینینټال هوټل کې ولمانځل شوه.
لومړی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزی سنګین  میلمنو ته د مخابراتو او معلوماتی ټولنې نړیواله ورځ په مناسبت مبارکي وویل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د نړیوالې ورځې د اهمیت په په اړه یې داسې وویل: اړیکې د ژوند په ټولو برخو لکه اقتصادی، تجارتي، پوهنې، لوړو زده کړو او نورو برخو کې ډیرې مهمې دي .

ښاغلي سنګین وویل: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هیواد د مخابراتي سکتور لپاره  یوه جامع او اړینه  پالیسی طرحه او پرلار اچولي ده.  دیادې پالیسي عمده موخه او هدف  د خصوصي پانګونې پرمټ هیوادوالو ته  د  ښو، باکیفیته او چټکو مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو په مناسبه بیه عرضه کول دي، دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سالمه رهبري، د کارمندانو  نه ستړي کیدونکې هلې ځلې او ذکرشوي پالیسي ددې باعث  شوه چې په ډیر کم وخت کې نه یواځي د هیوادوالو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اړوند اساسي ستونزي حل شوي بلکه د هیوادوالو د ژوند سطح له اقتصادي او اجتماعي پلوه ډیره اوچته او معیاري شويده، چي یاده لاسته راوړنه د هیواد په تاریخ کې بي ساری ده.

د افغانستان د مخابراتو وزیر زیاته کړه: د مخابراتي ټکنالوژۍ څلورم نسل/4G به ډېر ژر په افغانستان کې دود شي او خلک به د راتلوونکو څو کلونو په ترڅ کې په دې وتوانیږي چې د گرځنده ټیلیفونونو له لارې په ټاکنو کې خپلې رايې وکاروي.

ښاغلي سنګین زیاته کړه:  چې افغانستان په تیرو څه د پاسه ۱۰کلونو کې د مخابراتو په ډگر کې د پام وړ پرمختگ کړى او اوسمهال په سلو کې ٩٠ افغانان له مخابراتي خدمتونو برخمن دي، او په ميليونونو نور گرځنده ټیلیفونونو او انټرنیټ ته لاسرسى لري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تیره یوه لسیزه کې  برسیره پر یاده پالیسي د تلیفون پنځه خصوصي شرکتونو ته د 3G جوازونه، یو د CDMA جواز او56  د انټرنیټي خدمتونو د عرضه کولو جوازونه  ورکړیدي چي له دي جملي څخه 3 شرکتونه د WIMAX خدمتونه عرضه کوي، همدارنګه د زیربنائی پروژو د پرمختګ لپاره مهم فعالیتونه لکه د مزي لرونکي تلیفون،  DSL ،  مایکروویف، سټلایټ او د نوري فایبر ملی شبکه د هیواد د لویو لارو په اوږدو کې بشپړشویده چي د لویو ولایتونو له مرکزونو څخه تیریږي او افغانستان یی له ګاونډیو هیوادونو سره وصل کړیدی اوعملاً فعالیت کوي، همدا راز د یوې لسیزې په موده کې یولړ نور مهم ملی خدمتونو په برخه کې چې د افغان ست ۱مخابراتی سپوږمکۍ ځای پرځای کول، د ډیجیټل ټلویزیوني خپرونو سیستم او الکټرونیکي پیژند پاڼو جوړولو او ښاري ادرس سیستم څخه عبارت دي په بریالیتوب سره تر سره کړی.

نوموړی وویل : چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کلني عواید له ۲۰۰ میلیون ډالر اوړي، تر اوسمهاله مونږ  ۱۳۰۰۰۳۴۰۰۰ ډالر عواید د دولت خزانې ته سپارلي دي.

د مخابراتو په سکتور کې ۲.۲ ملیون ډالر پانګونه شویده چې له نیکه مرغه په یاد سکتور کي يي د سالم رقابت زمینه برابره کړیده او ۱۴۰۰۰۰ هیوادوالو ته کار زمینه برابره شویده.  دم ګړۍ په هیواد ۸۹ ټلویزیوني چینلونه او ۲۲۰ راډیویي خپرونو شبکې په فعالیت بوختې دي. 

وروسته د نړیوالې مخابراتي اتحادیې (ITU) د سکرتر جنرال پیغام د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې کړای شو.

وروسته د ولسی جرګی غړی صاحب خان د خلکو په ورځنی چاروکې د معلوماتی تکنالوجۍ د ارزښت په هکله خبرې وکړی او د خصوصی مخابراتي شرکتونو څخه یې په ټینګار سره غوښتنه وکړه بیو کې د خلکو اقتصادی وضعیت ته هم پاملرنه وکړي او د مخابراتو په سکتور کې د کادرونو په روزنه کې هڅه وکړي.

همداراز د سوداګری خونې رییس ښاغلي حقجو وویل: چې د مخابراتو وزارت د لاسته راوړنو راز د مارکیټ تقاضا او  په مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ  وزارت کې د شفافې پالیسي شتون او اداري فساد پروړاندې مبارزه ده.

ورپسې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزات معین ښاغلی غلام نبی فراهی د خپل وینا په ترڅ کې دمخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو څخه قدردانی څرګند کړ او د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ نړیوال ورځ یی د مخابراتو او فرهنګ وزارتونو ګډ ورځ وبلله. ښاغلی فراهی زیاته کړه چی د انحرافاتو څخه باید په کلکه ډډه وشی او ښایی د رسنیو محتوا د اغیزمنولو لپاره هڅه وکړو.

 د افغان تیلی کام رییس ښاغلی انجنیر ګل احمد راستمن او د افغان بیسیم شرکت استازی پخپلو خبرو کې دمۍ  ۱۷ نیټې لمانځنه او د ۲۰۱۴ کال موضوع یی با ارزښته وبلل. هغوی  هم زیاته کړه چې خلکو ته د مخابراتی او انټرنیټی خدمتونو وړاندی کول د افتخار وړ بولی.

 

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

بازدید وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی از شماری پروژه‌های ریاست عمومی حکومتداری دیجیتلی

محترم الحاج مولوی حمدالله نعمانی وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی همراه با محترم الحاج حافظ محمد امین جان عمری معین مالی و اداری،  از یک تعداد پروژه‌های ریاست عمومی حکومتداری دیجیتلی.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

نظارت از فعالیت مخابراتی شرکت روشن در مرکز ولسوالی بهسود ولایت میدان وردک

ریاست مخابرات و تکنالوژی ولایت میدان وردک همراه با تیم تخنیکی از خدمات مخابراتی چهار سایت شرکت روشن که در مناطق (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان وکوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

از کار ساختمانی یک سایت مخابراتی در ولسوالی سیغان ولایت بامیان نظارت بعمل آمد

به ادامه فراهم نمودن خدمات مخابراتی به مناطق محروم کشور، کار ساختمانی یک سایت مخابراتی شبکهٔ سلام شرکت افغان تیلی‌کام که از طریق پروژه دهم تی دی اف...

بازگشت به خبر