د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ لومړنی نندارتون په کابل کې جوړ شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ لومړنۍ نندارتون د ۱۳۹۲ کال د تلې میاشتې له ۲ – ۴ می نیټې پورې د افغانستان د ملکي خدمتونو په انستیتوت کې په لاره واچول شو.

یاد نندارتون چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په نوښت د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ لومړني نړیوال کنفرانس تر څنګ جوړ شوی و؛ دوه ورځې یې دوام وکړ. په دغه نندارتون کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو وړاندې کونکي شرکتونه چې په افغانستان کې فعالیت تر سره کوي په ځانګړو غرفو کې خپل خدمات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د وړاندې کولو کمپنیو مسوولینو د دغه نندارتون جوړول با ارزښته وبلل او د مخابراتو وزارت د دې نوښت څخه یې خوښي څرګنده کړه.

د افغان کام شرکت د بازارموندنې مسوول ښاغلي جمال الدین فیضي په دې هکله زمونږ سره د خبرو په ترڅ کې وویل: چې دې نندارتون مونږ ته دا فرصت برابرکړی تر څو په دې وتوانیږو چې خپل خدمات هیوادوالو او بهرنیو میلمنو پر وړاندې پرانیزو او نندارې ته یې وړاندې کړو.

همدا راز د ARTS شرکت مسوول ښاغلي حسن صفدري له مونږ سره په مرکه کې وویل: چې یاد نندارتون زمونږ د خدمتونو په اړه د خلکو پر پوهاوي ځانګړې اغیزه کړې. هغه زیاته کړه چې په دغه نندارتون کې له یوې خوا ټول مخابراتي شرکتونه سره راټول شول او تجربې یې سره شریکې کړې او له بلې خوا خلکو په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونو په اړه پوره معلومات تر لاسه کړل.

د مخابراتي او معلوماتي تکنالوجۍ یو شمیر نورو مسوولینو د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وویل چې په تیرو کلونو کې د خپلو خدمتونو د نندارې ته وړاندې کولو په موخه دوبۍ او نورو بهرنیو هیوادونو ته تللو، خو سږ کال د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د دغه ابتکار له وجې مو خپل خدمات د ننه په هیواد کې د خلکو پر مخ پرانیستل تر څو د دغه سکتور د خدمتونو او تولیداتو څخه معلومات ترلاسه کړي او په دې برخه کې له وروستیو خدماتو څخه ځان خبر کړي.

 

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۱۵
Background image

نظارت از کار اعمار یک سایت مخابراتی در ولسوالی اسمار ولایت کنر

ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت کنر و تیم تخنیکی مشترک، از پروسه اعمار یک سایت مخابراتی شبکه سلام در ولسوالی اسمار...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۷
Background image

سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی در ولسوالی جاجی آریوب لایت پکتیا

به منظور ارائه خدمات مخابراتی و انترنیتی به مناطق...

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۶:۱۶
Background image

نظارت از کار اعمار یک سایت مخابراتی در ولسوالی ناری ولایت کنر

طی این نظارت به شرکت متذکره توصیه گردید تا کار اعمار سایت مخابراتی یاد شده را مطابق به شرایط...

بازگشت به خبر