MTN مخابراتي شرکت ته د 3G خدمتونو جواز ورکړل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

نن چهار شنبه د ۱۳۹۱ کال د غبرګولي د میاشتې په ۳۱مه نېټه د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د 3G جواز هوکړه لیک داترا اداري د رییس انجنیر عبدالوکیل شیرګل او د MTNشرکت رییس حسن جابر  ترمنځ لاسلیک شو.

 یاد کنفرانس چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شوی وه دمخابراتو وزیر انجنیر امیرزي سنګین، د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال، د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال د سوداګرۍ او عدلیې وزارتونو مرستیالانو اوMTN شرکت رهبري پلاوې ګډون درلود.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین په دغه غونډه کې وویل: د افغانستان حکومت هوډمن دی چې خپلو خلکو ته د پرمختللو هېوادونو په څېر پرمختللی مخابراتی خدمتونو وړاندې کړې، نو دې موخي ته د رسېدو په هیله موږ د مخابراتو په برخه کې نن یو بل د پرمختګ ګام اخلو او د ام ټي ان مخابراتي شرکت ته د 3G یا درېیم نسل ټکنالوجۍ جواز ورکوو.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان له هندوستان وروسته، سیمه کې لومړنی هېواد دی چې د یادې پرمختللی ټکنالوجۍ سهولتونو خپلو خلکو ته وړاندې کوي، تر اوسه زموږ ګاونډي هېوادونه ددې پرمختللې ټکنالوجۍ له امکاناتو څخه بې برخې دي.

ښاغلي سنګین زیاته کړه موږ کوښښ کوو چې په راتلونکو دوه کلونو کې ۵۰ سلنه خلک ددې پرمختللې ټکنالوجۍ تر پوښښ لاندې راشي او له دې آسانتیاوو څخه ګټه پورته کړي .

همدارنګه د مالیې وزیر ښاغلي عمر زاخلېوال د 3G جواز ورکړه اوهیواد ته  دیادې تکنالوجی راتګ یو پرمختتلی ګام وباله او خپلو خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې د هغو تبلیغاتو تراغیزې لاندې رانه شي، چې ګواګې له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته په افغانستان کې د پانګونې حالت به ښه نه وي خو زه په ډاډ سره ویلی شم چې زموږ په هېواد کې به د پانګونې حالت ښه وي. هغه وویل چې دغه د ۲۵ ملیون ډالرو په ارزښت جواز اخیستل یوه ښه بېلګه ده.

د MTN مخابراتي شرکت ته د 3G جواز د ۲۵ میلیونو امریکایي ډالرو په بدل کې ورکړل شو، د یادونی وړده چې له اتصالات وروسته  دا دوهم مخابراتی شرکت دی چې د 3G جواز تر لاسه کوي.  

 

  

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

برگزاری نشست هماهنگی میان ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت با مسئولین شرکت های مخابراتی

در این نشست، محترم مولوی مطیع‌الله عابد رئیس مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت لوگر بر اهمیت بهبود خدمات مخابراتی در سطح...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

یک سایت مخابراتی شبکه سلام در ولسوالی شهرستان ولایت دایکندی ایجاد و به بهره ‌برداری سپرده شد

به منظور گسترش خدمات مخابراتی به مناطق محروم ولایت دایکندی یک سایت مخابراتی شبکه سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

نظارت از فعالیت‌های شرکت‌های پُستی و کارگو در ولایت خوست

بر اساس هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، از روند خدمات پُستی و کارگو در ولایت خوست توسط ریاست مخابرات و...

بازگشت به خبر