د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دوه تنه له دوه پایو غیرقانوني سیم باکسونو سره ونیول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مرستیال خیر محمد فیضی د دوشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانی کې وویل چې دوه تنه یې له دوه پایو غیر قانوني سیم باکسونو سره یوځای د کابل په ښار کې نیولی دي.

نوموړي وویل چې موږ ته د وري میاشتې په ۱۶ او ۲۳ نېټه خبر ورسېد چې د کابل ښار په لسمه او پنځمه حوزه کې غیر قانونی سیم باکسونه فعالیت کوي، موږ هم ددې کار د مخنیوي په موخه  یو ټیم د اترا ادارې، لویې څارنوالۍ، ملي امنیت او پولیسو په کډون جوړ کړ، د لسمې حوزې د محکې له حکم نه وروسته په دې بریالی شوو چې په یادو حوزو کې دوه تنه چې یو یې قرغززستانی او بل افغان دی له دوه د سیم باکسونو له دستګاوو سره یوځای ونیسو او لسمې امنتي حوزې ته وسپارو.

 یاد سیم باکسونو څخه یو د ۸ سیکارتونو او بل د ۶۴ سیمکارتونو ظرفیت لري، له دغو دستګاوو سره یوځای ۱۹ قلمه اړوند توکي او ۱۵ عدده د افغان بیسیم شرکت سیم کارتونه ضبط شوي دي.

په دې کار سره یادو کسانو لاندې موارد تر پښولاندې کړي :

۱ – له قانوني جوازونو پرته په مخابراتي خدمتونو یې لاس پورې کړی

۲ – د اترا ادارې له اجازې پرته یې مخابراتي وسایل او تجهیزات هېواد ته راوړي

۳ – د فریکونسیو له تخصیصاتو چې یوه محدوده سرچینه او سرمایه ده په غیر قانوني توګه او له جواز پرته کټه اخیستې ده.

۴ – دولت او شرکتونو ته یې په زرګونو امریکايي ډالره تاوان رسولی

۵ – امکان لري چې د هېواد د ملي امنیت ضد چارو کې ترې ګټه اخیستل شوې وي

د مخابراتی خدمتونو د تنۍیم اداره د امنیتي ادارو له مرستې او همکارۍ څخه په مننه هیله لري تر څو په راتلونکي کې هېڅ یو کس به غیر قانوني توګه وسایلو نه داستفادې په ترڅ کې هېواد ته مالي او امنیتي تاوان ونه رسوي

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

برگزاری نشست هماهنگی میان ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت با مسئولین شرکت های مخابراتی

در این نشست، محترم مولوی مطیع‌الله عابد رئیس مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت لوگر بر اهمیت بهبود خدمات مخابراتی در سطح...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

یک سایت مخابراتی شبکه سلام در ولسوالی شهرستان ولایت دایکندی ایجاد و به بهره ‌برداری سپرده شد

به منظور گسترش خدمات مخابراتی به مناطق محروم ولایت دایکندی یک سایت مخابراتی شبکه سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

نظارت از فعالیت‌های شرکت‌های پُستی و کارگو در ولایت خوست

بر اساس هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، از روند خدمات پُستی و کارگو در ولایت خوست توسط ریاست مخابرات و...

بازگشت به خبر