د سیم باکس د څلورو دستګاو ضبط او د سیم کارتونو راټولول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د کابل ښار دلسمې حوزې څخه د ۴ پایو سیم باکسونو نیول او همدارنګه د کابل ښار له څلور لارو څخه د ۲۰۴۴ عدد سیم کارتونو راټولول د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې اترا د تخنیکی تیم او د قانون څخه د ساتلو موظفینو لخواونیول شوه

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره اترا په هیواد کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم یواځنۍ مسؤله مرجع ده چې په خپلواکه ټوګه پرته له کوم تبعیض څخه فعالیت کوی.

په همدې اړوند مطبوعاتي کنفرانس کې ښاغلی غلام جیلانی "وزیرِي"د مقام د دفتر رئیس، ښاغلی انجنیر خیرمحمد "فیضی" د اترا اداري غړې ، د اترا ادارې غړو او درسنیواستازو ګډون کړی ؤ.

د کنفرانس په پيل کې ښاغلی انجنیر خیر محمد فیضی د اترا ادارې غړې وویل : د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره اترا د جوړیدو له وخت څخه تر اوسه د مخابراتي مارکیت څخه څارنه کول او دمخابراتي خدمتونو تنظیم د طرزلعمل او پالیسۍ وضع کړی دی.چې د هغه په پلي کولو سره په دوامداره ټوګه فعالیت کوي چې دې تیرو لاسته راوپه داوم دا دې د کابل په لسمه حوزه کې څلور پايې سیم باکسونه  او په هغه پوریې اړوند وټوګې چې په غیر قانوني توګه یې فعالیت کوو نیولي او له دغه دستګا څخه دې ګتې اخیستو په توريې دو بنګلادیشې وګړی د مخابراتي خدمتونو د ادارې د تخنیکی تیم او د قانون څخه د ساتلو استازو لخوا نیول شوي او د قانون لاسته سپارلي شوي دی.

 د دغو عملیاتو په پایله کې د سیم باکس څلور دستګاوې چې هر یوه دستګاه دې ۳۲ سیم کارتونو ظرفیت لري او دستګاه پورې اړوند ۵۹ قلمه وسایل او توګې او ۱۳۳۵ عدد استفاده شوي سیم کارتونو چې دې روشن ، ام تی ان ، اتصالات او افغان بیسیم پوری اړه لري لاسته راغلي دی.

متخلیفینو په لاندې ډول له قانون څخه سرغړونه کړي ده.

د قانونی جواز څخه پرته د رادیو د فریکونسۍ څخه ګټه اخیستی ده

مخابراتي خدمتونه یې د جواز څخه پرته وړاندې کړي

غیرمجاز وسایل او ټوګې یې د اترا ادارې له منظوری څخه پرته هیواد ته وارد کړي دی.

هر ورځ یې دولت او مخابراتي شرکتونو ته په زرګونو ډالره اقتصادی ټاون رسولي دی

د امکان هم لری چې د امنیت ضد فعالیتونه یې هم سرته رسولي وي.

همدارنګه د یادولو وړ ده چې د یادو ټوګو څخه ګته اخیستل د هیواد په دننه کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت په کمولو کې هم اغیزې لري .

ښاغلی انجنیر خیر محمد فیضی د سیم کارتونو د ثبت او راجستر په اړه وویل : د اترا ادارې یوه ډیره غټه ستونزه د سیم کارتونوخرڅول د واټونو پرسره اونه ثبت ولو دی د اترا ادارې د څارنې او پلټنې تیم ،د مخابراتي شرکتونو استازواو دې جنايې جرامونو سره د مبارزي په وړاندي محترم ریاست په همکاری د تلې له څلورم تر شلمه پوري په ټولیزه ټوګه ۲۰۴۴ سیم کارتونه چې څلورو مخابراتي شرکتوپوري اړوند دې او پرته له ثبت څخه د واټونو پرمخ خرڅ شوي دی نیولي دی.

هغه کسان او شرکتونه چې په غیر قانونې توګه د مخابراتي توګه څخه کټه اخلی او همدارنګه سیم کارتونه د واټونو پرته له ثبت څخه خرڅوی مکلف دې چې جریمه ورکړي

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۵۵
Background image

بتعداد ۳ سایت مخابراتی در ولسوالی های شهرک و تولک ولایت غور ایجاد و به بهره ‌برداری سپرده شد

این سایت‌های مخابراتی که با تکنالوژی پیشرفته ‌ ۲جی ۳جی مجهز می باشند، خدمات اینترنتی و مکالماتی را برای...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۴۹
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی بین ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت دایکندی و شرکت‌های مخابراتی

پیرامون بهبود کیفیت خدمات مشتریان، ثبت سیم‌ کارت‌ها مطابق طرزالعمل، تمدید جواز فریکونسی...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۶:۵
Background image

معین مالی و اداری وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی در جریان مراسم رسمی به کارمندان وزارت معرفی گردید

بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌القرآن والحدیث مولوی هبة‌الله آخندزاده حفظه‌الله تعالی، محترم حافظ محمد امین جان عمری به‌ حیث معین مالی و اداری وزارت مخابرات و...

بازگشت به خبر