کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
افغان بیسیم

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري سره لیدنه کې د مخابراتي پوښښ په پراختیا، لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو برابرولو او د کیفیت پر ښه والي یې خبرې کړي.

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر سره شریک کړ او یادونه یې وکړه چې دوی اوس د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په پلازمینې کابل کې په امتحاني ډول د ۷۴ آنټنونو ظرفیت ۵جی ته لوړ کړی چې د زیربنا له چمتو کولو او له امتحاني دورې وروسته به یې د هېواد په نورو برخو کې هم تطبیق کړي.

ورته مهال د یاد شرکت مسؤلینو یادونه وکړه چې د هېواد شمال او جنوب شرق ولایتونو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخواني وزیر صاحب د سفر پر مهال د منظور شویو آنټنونو له ډلې د ۸ سایټونو چارې بشپړې شوي یو سایټ د بشپړېدو په حال کې دی او د دوه سایټونو رغنیزې چارې روانې دي چې لنډه موده کې به یاد ۳ آنټنونه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او همدا راز د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د ټي ډي اېف ۸ نورو سایټونو منظوري هم وړاندې شوې چې د اترا ادارې له لوري په ټاکل شوي نېټه به یې چارې هم بشپړې شي.

د ښاغلي علي الله سروري په وینا شرکت یې د ۲۰۲۶م کال له پیل راهیسې ۴۶ سایټونه د خپلې انکشافي بودیجې له مخې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي او همدا راز ۱۸۶ نور یې تر کار لاندې دي.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسؤلینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وزیر او رهبرۍ څخه هم مننه وکړه چې د چارو په آسانتیا او مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یې تل همکاري او لاسنیوی کړی.

د یادونې وړ ده دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني اوسني عصر کې د اړیکو او ارتباطاتو تر ټولو مهمه او اساسي برخه مخابرات یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې د مخابراتي سکټور د لا ښه والي او ودې په موخه له مخابراتي شرکتونو سره په ګډه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي او هڅه کوي څو هېواد کې د پرمختللې ټکنالوژۍ په استفادې هېوادوالو ته با کیفیته خدمات وړاندې شي، او ټینګار یې وکړ چې په ټولو قانوني برخو کې له مخابراتي شرکتونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

فعالیت ۲ دستگاه غیرمجاز ستلایت در ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان متوقف گردید

به اساس هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، مطابق به قانون اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) به منظور جلوگیری از خدمات غیر قانونی...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۱۴
Background image

به تعداد ۲ سایت مخابراتی شرکت اتوما در شهر قلات مرکز ولایت زابل فعال و به بهره برداری سپرده شد

به هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت زابل و به همکاری شرکت اتوما...

بازگشت به خبر