فراه ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر له ښوونیز مرکز له ۲۴ دوری څخه ۶۷ تنه زده کوونکي فارغ شول

د فراه ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لورې د مایکرو سافټ افس او انټرنټ زده کړو په برخو کې، له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۶۷ تنه زده کوونکي فارغ شول او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې بري ليکونه ور وويشل شول.
د يادونې وړ ده، چې د فراه ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست تر دې دمه ۲۴ دورې زده کوونکي فارغ کړي، چې په هره دوره کې د دولتي کارکوونکو په ګډون یو شمیر ځوانانو ته د کمپيوټر او انټرنټ په برخو کې نظري او عملي زده کړې ورکړل شوي دي.