په هیواد کې د پستي خدمتونو پر پراختیا د مخابراتو وزارت د چارواکو ټینګار

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 

د اکتوبر ۹ مه ( پست نړیواله ورځ) د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت لخوا د روان کال د میزان میاشتې په ۱۹ مه نیټه د مخابراتی او معلوماتی ټکنالوجۍ انستیتیوت د کنفرانسونو په تالار کی د مراسمو په ترڅ کې ونماځل شو.

په پیل کې د پستي خدمتونو د تنظیم د ادارې سرپرست ښاغلی خالد عبیدي د غونډې ګډونوالو او میلمنو ته ښه راغلاست په ویلو سره او د پست د نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو او په ځانګړي توګه د پستي سکتور کارکوونکو ته د مبارکي په ویلو سره   زباته کړه چې پستي خدمتونه د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د اطلاعاتو، توکو او کسوړو په تبادله کې بنسټیز رول لوبوي. د هغه په وینا د پستي خدمتونو مهمه برخه د کڅوړو لیږل ده چې په نړۍ کې ۴۵ سلنه عواید د پستي خدمتونو له لارې تر لاسه کیږي. همداراز ښاغلي عبیدي وویل چې په افغانستان کې پستي شبکه د افغان پست په شمول ډیره پراخه او د ودې په حال کې ده.

وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالي حسام خبرې وکړې، چې پستي خدمتونه په نړۍ کې د قناعت وړ دی او د نړۍ په بازار کې یې خپل ځای ساتلی. هغه زیاته کړه: چې پستي خدمتونه د ملتونو ترمنځ د اړیکو یوه پخوانۍ وسیله ده او د معلوماتو په رسولو او اړیکو په ټینګولو کې مهم رول تر سره کوي.

 

د مخابراتو وزارت د تخنیکي مرستیال په وینا، د خدمتونو په وړاندې کولو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ او الکټرونیک وده، نوي فرصتونه، او نوښتونه ښې پایلې درلودلي دي او په هیڅ ډول بسنه نکوي، د پستي خدمتونو اړتیاوې پوره کولای نشي. هغه و ویل چې د معلوماتي ټکنالوجۍ د ودې سره د پستي خدمتونو په ډګر کې نوي اړخونه لکه برښنایي سوداګرۍ ، د پیسو لیږد او نور رامنځته شوي دي او همداراز پستي سکتور د توکو او کڅوړو په لیږد کې نورو سکتورونو سره مرسته کوي.

ښاغلي حسام زیاته کړه: چې د افغانستان په پستي سکتور کې د مخابراتو وزارت د پست ریاست برسیره د پستي خدمتونو ۵ خصوصي شرکتونه هم شتون لري. د ښاغلي حسام د وینا پربنسټ په روان کال کې په افغانستان کې ۳.۵ ملیون  پستي توکي لیږدول شوي دي چې ورڅخه ۲۲۷ ملیون افغانۍ عاید ترلاسه شوی دی. د هیواد په پستي سکتور کې څه باندې ۵ ملیون ډالر پانګونه شویده او یو شمیر ښاریانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شویده.

د غونډې په دوام کې د پست ریاست د پراختیا آمر ښاغلي عزیزالله د پست ریاست د تیر کال د اجراتو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: چې د افغانستان پست یوې نیمې پیړۍ را هیسې خدمت کوي او د سیمې او نړیوالې کچې مسلکي اعتماد څخه برخمن دی. ځکه مونږ تل هڅه کړیده چې د نړیوال پست د مقرراتو په پام کې نیولو سره فعالیت وکړو او د نړیوالو وارد شوو کڅوړو په ویشلو کې مو نړیوال معیارونه رعایت کړي دي.

هغه روښانه کړه: چې د ټکنالوجۍ په رامنځته کیدو سره په پستي خدمتونو کې مثبت بدلونونه راغلي دي او خدمتونه منظم شوي دي.

همداراز ښاغلي غزیزالله د پست ادارې په حقوقي شخصیت کې د بدلون په اړه معلومات وړاندې کړل هغه وویل: چې دغه موضوع د وزیرانو شورا لخوا تصویب او د جمهوري ریاست د مقام لخوا تائید شوی دی او پاتې کارونه یې د مخابراتو وزارت له لارې تعقیبیږي.  د هغه په وینا: هڅه کیږي چې دودیز او عصري پستې خدمتونو ته وده ورکړل شي د ګډونوالو غوښتنې او نړیوال معیارونه په پام کې نیول کیږي. همداراز ښاغلي غزیزالله د پستي خدمتونو پر مخ پراته خنډونو په هکله خبرې وکړې او د کورني لیږدونې هوایي سرویس سره د ځینو شرکتونو مرسته نکول، په لویو لارو کې امنیتي ستونزې، په نړیوالو الوتنو کې ځنډ، نړیوال ځمکني توکو لپاره د لارو نه شتون، د وسایلو پیرودلو لپاره د بودجې نه شتون او نور د بنسټیزو ستونرو په توګه په ګوته کړل.

د غونډې په دوام کې یو تن کارکوونکی زبیر احمد د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او پست لیږدونې د پرسونل د کموالي او د صحیح ادرس د نه شتون څخه یې شکایت وکړ.

د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې د پست نړیوالې اتحادیې رئیس پیغام ولوستل شو. جمله په لاندې ټکو سره پیل شویده: نوښت، وړتیا او همپالنه د پست راتلونکي لپاره ډیر اهمیت لري. د زیربناوو د ودې په برخه کې پستي خدمتونه ډیر مهم رول لوبوي. په اقتصاد، پانګه اچونه او ډیجیټلي وړتیاوو په برخه کې د ارزښت لرلو له امله د پست اداره دنده لري چې د لاښه او چټک خدمتونو سرته رسولو په موخه اوږد مهال او لنډ مهال پلان طرح کړي.


تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته