د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۴۴

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د ختیځ زون د مخابراتي سکټور د وضعیت او فعالیتونو د ارزونې په موخه ننګرهار او لغمان ولایتونو ته رسمي سفر وکړ او د مخابراتي خدمتونو، ډیجیټلي مهارتونو د ښوونیزو مرکزونو او په محرومو سیمو کې د مخابراتي شبکو د پوښښ د پراختیا په اړه یې له اړوندو مسؤلینو سره خبرې او لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي وزیر صاحب د یادو ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاستونو له مسؤلینو، کارکوونکو او خلکو سره د لیدنو پر مهال ډاډ څرګند کړ، چې د مخابراتي خدمتونو پراختیا، د شبکو د پوښښ زیاتوالي او د خدمتونو کیفیت لوړولو ته به ځانګړې پاملرنه وشي.

نوموړي د ولایتي ریاستونو د مسؤلینو له لوري د معلوماتو تر ترلاسه کولو وروسته د هغوی د فعالیتونو او هغو خدمتونو ستاینه وکړه، چې په لرو پرتو سیمو کې یې هېوادوالو ته وړاندې کړي دي.

ښاغلي ملا عبدالاحد فضلي په ختیځ زون کې د هغو سیمو د مخابراتي ستونزو د حل او د خدمتونو د برابرولو ډاډ هم ورکړ، چې لا هم له مخابراتي ستونزو سره مخ دي، نوموړي زیاته کړه، چې د لرو پرتو سیمو د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د (تی ډي اف) یوولسمې پروژې د قرارداد لړۍ هم پیل شوې، چې په پلي کېدو سره به یې سرحدي او د فرضي کرښې په اوږدو کې پرتې سیمې هم له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي همدارنګه ښاغلي وزیر صاحب په تخنیکي او اداري برخو کې د شته ستونزو د حل لپاره د اړینو اقداماتو د ترسره کولو ډاډ  هم څرګند کړ.

د دغه سفر په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي ملا عبدالاحد فضلي د مخابراتي سکټور اړوندو مسؤلینو، د اترا، افغان ټیلی‌کام، افغان پوست او مخابراتي شرکتونو استازو ته په چارو کې د ښې همغږۍ، د ستونزو پر وخت حل او متقابل ملاتړ په اړه لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د ګډو هڅو له لارې دې هېوادوالو ته معیاري او باکیفیته خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د ختیځ زون د مخابراتي سکټور د وضعیت او فعالیتونو د ارزونې په موخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۴۵
Background image

پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد سایټ په فعالېدو سره به  د فیروزخیلو سربېره نږدې شا او خوا ساحو اوسېدونکي د چټک او لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته