د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې د حضرت محمد (ص) د زوکړې ورځ ولمانځل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیرسید احمد شاه سادات، رهبري پلاوي او کارکوونکو د روان ۱۳۹۶ کال د لیندۍ میاشتې په اتمه نیټه د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د مبارکې زوکړې په لمانځغونډه کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات لخوا جوړه شوې وه ګډون وکړ.

په یاده غونډه کې ښاغلي سادات د حضرت محمد (ص) د ستر شخصیت او پاک سیرت په اړه خبرې وکړې او دا ورځ یې سپیڅلې وبلله.

د اسلام ستر پیغمبر محمد (ص) ۵۷۰ زیږدیز کال کې د سعودي عربستان په مکه کې نړۍ ته راغی او د ۴۰ کلنۍ په عمر کې پر پیغمبری مبعوث شو.

د افغانستان په ګډون د نړۍ ټول اسلامي هېوادونه هر کال دا ورځ د صدقې په ورکړې، دعاء او قرآن کریم په ختمونو لمانځي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته