د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د مشرتابه هئیت غونډه جوړه شوه او د ۱۴۰۰ کال پر ځینو پلانونو خبرې وشوې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مشرتابه بورډ غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې آغلې معصومه خاوري په مشرۍ د وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال، د بیلابیلو څانګو رئیسانو او د مقام سلاکارانو په شتون کې جوړه شوه.
پدې ناسته کې، د افغانستان پُست په اړه د ولسمشر ۲۸۲۸ ګڼې فرمان، د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د بودیجې مسودې، په ۱۴۰۰ مالي کال کې له فساد سره د مبارزې کاري پلان، پراختیایي پلانونو او نورو اړینو موضوعاتو په اړه چې د مختلفو واحدونو اجرایوي چارو په همغږۍ او انسجام کې مؤثرې دي په بشپړ ډول تر بحث او بیا کتنې لاندې ونیول شوې او په پای کې لازمې پریکړې وشوې.