د افغان بیسیم مخابراتی شرکت او ISPs شرکتونو سره د هوکړه ليک لاسليک

د افغانستان د معلوماتو ملي مرکز سره د ۲۴ مخابراتي شبکو د نښلولو په تعقیب سره به شپږ نور شرکتونه هم په دې وروستیو کې د مخابراتو وزارت سره د دوه اړخیزه هوکړه لیک په لاسلیک کولو د نکیسا سره وصل شي.
دا هوکړه لیک نن غرمه د معصومې خاوري, معلوماتو سیسټمونو امنیت رییس او د نوموړو شرکتونو د استازو په حضور لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د مخابراتو وزیرې د نکسا پروژه د مخابراتو وزارت یوه له مهمو پراختیایي پروژو څخه وګڼله او په هیواد کې یې د انټرنټي ټرافیک د دې پروژې هدف وباله او یادونه یې وکړه چې د نکسا پروژې د تطبیق سره به د انټرنټ کارونکو اطلاعات خوندي, کیفیت لا ښه او بیې کمې شي.
په دې ناسته کې د مخابراتو وزارت سره د افغان بیسیم، Io Global, Ankabut, Network Zone, Cyber telecom و Vital Telecom شرکتونو دوه اړخیزه هوکړه لیک هم لاسلیک کړل.
دې سره هم مهاله د نکسا سره د اتصالات د لومړي او افغان بیسیم د دوهم مخابراتي شرکتونو په توګه وصل شوي چې د تندیس په ورکولو سره وستایل شول.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت چې وړاندې د مایکروویف له لارې د نکسا سره وصل و ددې هوکړه لیک د لاسلیک سره به د نوري فایبر له لارې ونښلول شي.
همدا راز افغان بیسیم به د انټرنټ د ځینو خدمتونو او اسانتیاوو د وړاندې کولو ترڅنګ د نکسا سره د نورو انټرنټي شرکتونو د نښلولو لپاره زمینه برابره کړي.
د یادولو ده چې ۲۴ شرکتونه لا دمخه د نکسا سره نښلول شوي دي.