د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري معین ښاغلي الحاج ملا محمد حنیف حمزه او مل پلاوي د روسیې په نړیوال ډیجیټل کنفرانس کې ګډون وکړ

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۵۱
وزارت مخابرات

د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مالي او اداري مرستیال، ښاغلی الحاج ملا محمد حنیف حمزه، د ۲۰۲۵ میلادي کال د جون له ۵مې تر ۶مې نېټې پورې د روسیې فدراسیون په کوربتوب جوړ شوي نړیوال ډیجیټلي فورم کې د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب ګډون وکړ، یاد فورم چې د نړۍ له لسګونو هېوادونو څخه د مخابراتو، ډیجیټل ټکنالوجۍ، سایبري امنیت، مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي اقتصاد، او ښې حکومتولۍ په برخو کې لوړپوړيو چارواکو، متخصصینو او پانګوالو پکې ګډون درلود، د ډیجیټلي همکارۍ لپاره یوه مهمه نړیواله غونډه بلل کېږي.

ښاغلي معین صاحب د روان میلادي کال د جون میاشتې په پینځمه نېټه د یاد کنفرانس پرانیستې مراسمو کې له ګډون سربېره د جون میاشتې په شپږمه نېټه د وزیرانو او معینانو په کچه یوې ځانګړې ناستې ته د افغانستان د ډیجیټلي سکټور په تړاو هر اړخیزه وینا هم ؤاوروله.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج ملا محمد حنیف حمزه د خپلې وینا په ترڅ کې د نوري فایبر د شبکې په تړاو معلومات وړاندې کړل او یادونه یې ؤکړه چې اوس مهال هېواد کې کابو لس زره کیلومټره د نوري فایبر کېبل غځونه شؤې چې هېواد یې په ۷ بندري نقطو کې له سیمې او ګاونډ سره وصل کړی، هغه همدا راز یادونه ؤکړه چې د (FTTH) یا فایبر تر کوره ملي پروژه د هېواد په ۵ ښارونو کې د پلي کېدو په حال کې ده چې په تطبیق سره به یې انټرنټ د خلکو تر کورونو ورسېږي.

ښاغلي ملا محمد حنیف حمزه همدا ډول په خپله وینا کې د ملي ډېټا د مرکزونو د پراختیا اړوند څرګندونې وکړې چې ۱۸۰ ادارو ته خدمات وړاندې کوي او یادونه یې ؤکړه چې اوس مهال مونږ توانېدلي یو له ۵۰۰ څخه ډېر د (MIS) سیسټمونه جوړ کړو، چې د سیمکارټونو د ثبت او مدیریت، د برېښنا مدیریت او لوړو زده کړو محترم وزارت لپاره د ځانګړيو معلوماتي سیسټمونو جوړول یې د یادونې وړ دي.

ښاغلي معین صاحب همدا راز د NEXA د شبکې د جوړولو او د دولتي ادارو تر منځ د GOVNET شبکې د رامنځته کېدو په تړاو هم معلومات وړاندې کړل.

په دغې وینا کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د یوه ملي ایکو سیسټم پر لور د حرکت لپاره د سایبري امنیت لپاره د پالیسۍ د جوړولو ؤویل او زیاته یې کړه چې اوس مهال د ICT قانون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري جوړ شوی چې د ډیجیټلي اقتصاد، مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي حکومتولۍ، چاپېریال ساتنې، او سایبري امنیت ټول اړخونه رانغاړي، هغه همدا راز د ځوانانو د ذهني سلامتیا پر خوندیتوب ټینګار ؤکړ او څرګنده یې کړه چې د زیان رسوونکو ډیجیټلي محتویاتو مخنیوی باید وشي او په وینا یې اړینه ده څو د ډیجیټلي مهارتونو لوړولو ته ځانګړې پاملرنه ؤشي.

ښاغلي معین صاحب د خپلې وینا په دوام د لرو پرتو سیمو د زیربناوو کمښت؛ د برېښنا کمښت؛ د انټرنټ لوړ لګښتونه؛ د ډیجیټلي سواد د سطحې ټیټوالی؛ د مسلکي متخصصینو نشتوالی افغانستان کې ستراتېژیکې ننګونې یادې کړې او د نړیوالو پام یې ورته راواړاوه.

د ښاغلي الحاج مولوي محمد حنیف حمزه دا سفر نه یوازې د افغانستان لپاره یو مهم دیپلوماتیک او تخنیکي فرصت بلل کېږي، بلکې نړیوالو ته یی دا پیغام ورساوه چې افغانستان اوس مهال د ډیجیټلي تحول لپاره مصئون، فعال، او چمتو دی.

د سفر موخه دا هم وه چې له نورو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او څواړخیزو همکاریو نوی فصل پرانیستل شي او د ګډو نوښتونو لاره هواره شي څو د ټکنالوجۍ له نړیوال پرمختګ څخه د افغانستان خلکو ته هم ګټه ورسېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۵۱
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۹:۵۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د کار او ټولنیزو وزرات تر منځ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په همدې موخه جوړې شوې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، اوس مهال د ټکنالوجۍ...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت توغان سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت یو مخابراتي سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د زابل ولایت توغان سیمه کې د کندهار-زابل د عمومي لویې لارې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته